د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران خارجه وزیر پاکستان ته خپل سفر ګټور وباله


پاکستان: د ایران خارجه وزیر جواد ظریف له خپل پاکستاني سیال خواجه اصف سره د لیدو مهال. ۱۲مارچ ۲۰۱۸
پاکستان: د ایران خارجه وزیر جواد ظریف له خپل پاکستاني سیال خواجه اصف سره د لیدو مهال. ۱۲مارچ ۲۰۱۸

د ايران ايرنا خبري اژانس وايي د دې هيواد د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په خپل پروني ټويټير پغام کې ويلي دي چې پاکستان ته يې درې ورځنې سفرډېر ګټه ور وو. بلخوا د پاکستان له يو شخصي ټيلي ويژن سره په خپلو خبرو کې جواد ظريف وويل چې هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د پاکستان خلاف د ايران مځکه وکاروي.

جواد ظريف په خپل ټويټر پيغام کې ويلي دي چې هيواد يې تل ګاونډيو هيوادونو ته لومړيتوب ورکړی. د عبدالولي خان پوهنتون استاد عبدالشکور هم وايي د پاکستان لپاره دا ډېره ښه موقع ده چې له ګاونډي هېواد ايران سره اړيکې سمې کړي.

د ايران بهرانيو چارو زوير جواد ظريف پرون دا هم وويل چې تېره شپه د پاکستان له ځمکې دوه ځانوژونکيو بریدګرو ايران ته د ننوتو هڅه کوله چې د پاکستان په مرسته ناکامه کړل شول. ياده دې وي چې جیش العادل نومې ډلې په ایران کې د ځینو حملو ذمه واري په غاړه اخېستې ده.

تېر کال د وسله والو په حمله کې د ایران ١٠ سرحدي محافظان ووژل شول او یو ایرانی عسکر یې له ځان سره وتښتولو.

جواد ظریف وویل تښتول شوی ایراني عسکر تر اوسه نه دی راخلاص شوی او ایران امید لري چې پاکستان به د هغه په لټه کې مرسته وکړي.

همداراز د ايران بهرنيو چارو وزير د پاکستان شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې دا هم وويل چې د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف غوښتل چې د سعودي عرب او ايران ترمنځ جوړجاړی وکړي. د ده په خبره تهران په دې لړ کې د نواز شريف هرکلی وکړ خو له بده مرغه سعودي ورته مثبت ځواب ورنکړ.

جواد ظريف وويل چې ايران د پاکستان/چين اقتصادي کاريډور هرکلی کوي او د پاکستان ايران ګېس پايپ لاين په منصوبه کې د چين شاملولو ته هم چمتو دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG