د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شريف ګوند ولې په سېنېټ کې ټاکڼې وبایللې؟


نواز شريف

د پاکستان حکمران ګوند مسلم لېګ (ن) د سېنېټ ټاکنو لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، مسلم ليګ (فنکشنل)، جماعت علمای اسلام او عوامي نېشنل ګوند سره اتحاد کړی وو. په دې حساب د مسلم لېګ (ن) د درې ديرش سينټ خپلو غړو ترڅنګ د دوی ټولې رايې له پنځوسو زياتېدلي.

خو بيا يې هم ونه شو کړلی چې د چېرمين مشرۍ لپاره راجا ظفر الحق او مرستيالۍ لپاره سېنېټر عثمان کاکړ بريالي کړي. د متحد اپوزیشن نوماند، صادق سنجراني ۵۷ او راجه ظفر الحق ۴۶ رایې واخيستې. د ۱۰۴ غړیو په سېنېټ کې ۱۰۳ کسانو رايې واچولې ځکه چې د مسلم لېګ (ن) يو بريالی شوی سېنيټر اسحق ډار په لندن کې د درملنې له کبله برخه وانخېستله.

د سياسي چارو څېړونکی حسن عسکري وايي په پاکستان کې ځيني خلک فکر کوي چې ایسټبليشمنټ غواړي د مسلم لېګ (ن) ګوند له هر قسم واکه ليري وساتي او له دې کبله يې د سينټ په ټاکنو کې د اپوزيشن ګوندو سره سازش کړی دی.

صادق سنجرانی
صادق سنجرانی

خو نوموړی زياتوي د ده په نظر دا خبره سمه نه ده. ((د دې نتيجو توقع وه. ځکه چې د سېنېټ ټاکنې پټې وي. د دې امکان وو چې ځيني په ښکاره د حکمران مسلم لېګ (ن) ملاتړي سينيټران به خپلې رايې مخالف امېدوار ته واچوي. هر څه چې د مسلم لېګ (ن) او پخواني وزيراعظم نوازشريف خلاف وي، ګوند یې فکر کوي چې په هغه کې د پوځ لاس دی.))

شکونه او پوښتنې

په مطبوعاتو کې ځکه د سينټ ټاکنو په اړه شکونه او پوښتنې راپورته شوې چې د صادق سنجراني او سليم مانډوي والا بريالي کولو لپاره ځينو داسې ګوندونو سره متحد اپوزيشن جوړ کړ چې په تېرو وختونو کې يې د يو بل خلاف سختې خبرې کړي دي. په دوی کې پيپلز پارټي او تحريک انصاف ګوند شامل دي.

ظاهره خبره ده چې د سنجراني سره مرسته وه. داسې ښکاري چې د نوازشريف د اقتدار سلسله مخکې نه پرېښودل کېږي.
ایاز وزير

څيړونکی ایاز وزير وايي دا په دې مانا ده چې په پاکستان کې ځيني زوررو لاسونه مسلم لېګ (ن) په واک کې ليدل نه غواړي. (( بلوچستان کې د مسلم لېګ (ن) حکومت وو. وزيراعلی د عدم اعتماد ووټ له لارې له خپلې چوکۍ ليري او حکومت بدل شو. د سينټ دا نوی چېرمين صادق سنجراني نه پارټي درلوده او نه سياست. يو دم راغی او د سينټ ټاکنې يې هم وګټلې.))

سنجراني له بلوچستان صوبې څخه په ازاد حيثيت کې د سېنېټ غړی جوړ شوی دی. د هغه په اړه د پاکستان رسنيوو ليکلي چې د پيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري ملګری دی.

پر عمومي ټاکنو اغېز

آيا په سينټ کې د حکمران مسلم لېګ (ن) ګوند ناکامي به په جولايي مياشت کې پر عمومي ټاکنو څه اغېز ولري؟ حسن عسکري په دې اړه وايي: ((ضروري نه ده چې دا انتخابات دې په عمومي ټاکنو اثر وکړي. د سينټ ټاکنې پټې وي. عمومي انتخاباتو ته لا درې څلور مېاشتې پاتې دي. دومره ده چې اپوزيشن ګوندونه له دې بريا څخه نفسياتي لاس ته راوړنه لري.))

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې سپريم کورټ د درغليوو په يو کېس کې د مسلم ليګ (ن) سياستوال او پخوانی وزيراعظم نوازشريف د لومړي وزير چوکۍ لپاره نا اهله اعلان کړی دی. همداراز د دې ګوند د نورو مهمو سياسي مشرانو خلاف د درغليو او عدالتونو ته د سپکاوي کېسونه دي.

XS
SM
MD
LG