د لاسرسي ځای

تازه خبر

صادق سنجرانی د سېنېټ مشر او مانډوي والا یې مرستال وټاکل شو


پيپلز ګوند، پاکستان تحريک انصاف، ايم کيو ايم پاکستان او له بلوچستان صوبې څخه منتخبو ازادو سېنېټرانو د چیېرمېن څوکۍ لپاره د صادق سنجراني په نوم موافقه کړې وه. د ۱۰۴ غړیو په سېنټ کې نن ۱۰۳ کسان رايې واچولې ځکه چې د مسلم لېګ (ن) يو بريالی شوی سېنيټر اسحق ډار په لندن کې د درملنې له کبله برخه وانخېستله.

د سېنېټ چيېرمېن لپاره د پاکستان حکمران ګوند مسلم لیګ (ن) راجا ظفر الحق د صادق سنجراني سیالۍ ته ولاړ وو. سنجراني له بلوچستان صوبې څخه په ازاد حيثيت کې د سېنېټ غړی جوړ شوی دی.

صادق سنجراني ته ۵۷ رایې ورکول شوې او راجه ظفر الحق ۴۶ رایې اخېستې دي.

د مرستيال چیېرمین لپاره د متحده اپوزيشن او د پيپلز پارټۍ سليم مانډوي والا بریالی شو. نوموړي ته ۵۴ او د هغه سیالۍ ته ولاړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ ۴۴ رایې یووړې چې مسلم لیګ ن او اتحادي ګوندونو یې ملاتړ کاوه.

پاکستان تحريک انصاف د جمعې پر ورځ ويلي ول چې د سېنېټ د چیېرمېن څوکۍ په ټاکنو کې به نه د پيپلز ګوند او نه هم د پاکستان مسلم ليګ ن کانديد ته رایې ورکړي.

خو تحريک انصاف يوه ورځ وروسته وويل، د سېنېټ د لوړو څوکيو لپاره به هغو کانديدانو ته رای ورکوي چې د بلوچستان اعلا وزير عبدالقدوس بزنجو به يې نومونه اعلانوي.

په دې ترڅ کې د بلوچستان اعلا وزير په بني ګاله کې د تحريک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره وليدل.

رپورټونه وايي، سنجراني د پيپلز ګوند مشرتابه ته نيږدې ګنل کېږي او ښايي د سېنېټ د مرستيال چيېرمين څوکۍ لپاره د پيپلز ګوند د نوماند د ملاتړ په بدل کې د سیند صوبې حکمران ګوند هم د هغه تر شا ودرېږي.

نن د سېنېټ د چيېرمين او مرستيال چيېرمين تر انتخاب مخکې د دغه اېون ۵۱ نويو منتخب غړيو د خپلو څوکيو سوګند وکړ.

د سېنېټ د دې غړيو ټاکنې د روانې مارچ مياشت پر درېمه شوې وې.

XS
SM
MD
LG