د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: روس او ایران په شام کې د ډزبندۍ احترام نه کوي


واشنګټن خبرداری ورکړی که شام، ایران او روس د ملګرو ملتونو لخوا منظورې شوې ۳۰ ورځنۍ ډزبندۍ مبینه سرغړونو ته دوام ورکړ نو امریکا په شام کې د کیمیاوي بریدونو او غېرانساني اذیتونو د خاتمې لپاره ګامونو پورته کولو ته تیاره ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلې بېګاه شپه ناوخته امینیت شورا ته وویل د شام لپاره دوه اوونۍ وړاندې د دې شورا لخوا منظوره شوې ډزبندي ناکامه شوې ده او امریکا د ۳۰ ورځو ډزبندۍ لپاره یو داسې وړاندیز کوي چې پکې د تره ګرۍ ضد هېڅ یوه کمزورې نکته نشته او د ولسمشر بشارالاسد او نورو لپاره به یې سرغړونه ګرانه وي.

نیکي هیلې په شام او اتحادیانو یې تور پورې کړ چې له کمزوریو نکتو په ګټه پورته کولو یې له دمشق سره نزدې د غوطې ښار په ختیځ کې په لکهونو بې ګناه عام شامي خلک له لوږو تندو سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیریش د امنیتي شورا غونډې ته وویل د فبروروۍ په ۲۴مه د منظورې شوې ډزبندۍ راهیسې په ختیځه غوطه کې هوايی بریدونه، ګوله باري او مځکني عملیات لا پسې سېوا شوي دي.

د شام حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې غوطه ښار د جنګ نوی محاذ ګرځېدلی چې پکې تر اوسه په سلګونو خلک وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG