د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمو کې د پولیو ضد واکسینو لړۍ پیلیږي


یوې ماشومې ته د واکسینو څاڅکي ورکول کېږي.
یوې ماشومې ته د واکسینو څاڅکي ورکول کېږي.

ټاکل شوې چې له دوشنبې ورځې څخه به له باجوړه علاوه په ټولو قبایلي سیمو کې د پولیو واکسین کیمپېن پیل شي.

د قبایلي سیمو د بېړنیو عملیاتو مرکز د یکشنبې به ورځ په یوه بیان کې ویلي، په درې ورځني کیمپېن کې به څه د پاسه ۱۰ لاکه ماشومانو ته د ګوزڼ مخنیوي څاڅکي ورکول کېږي.

بیان وايي، په باجوړ کې به کیمپېن د روانې میاشت پر ۱۹مه پیل شي. بیان زیاتوي، د کیمپېن لپاره یې ګڼې روغتیايي ډلې ټاکلې دي او د هغوی د امنیت اقدامات یې کړي دي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي، سږکال به هېواد له پولیو ناروغۍ څخه پاک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG