د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: د اټومي وسلو د لرې کولو پر سر کار کوو


ډونلډ ټرمپ او کيم جونګ ان
ډونلډ ټرمپ او کيم جونګ ان

د امریکا ولسمشر وايي،له شمالې کوریا سره د اټومي وسلو د لرې کولو پر یوې معاملې کار کوي چې د ټولې نړۍ په ګټه به وي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې پر دې معامله کار روان دی او که بشپړه شوه نو دا به د نړۍ لپاره یوه ښه اټومي معامله وي.

تر دې یوه ورځ مخکې سپینې ماڼۍ وویل ولسمشر ټرمپ موافقه کړې ده چې په راروانه مې میاشت کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ ان سره وویني.

امریکا وايي په دې کتنه کې به له اټومي وسلو څخه د کوریا د ټاپوزمي د پاکولو لپاره پر یوې معاملې خبرې وشي.

د امریکا ولسمشر په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې له کیم جونګ ان سره د کتنې نېټه او ځای لا نه دی ټاکل شوی.

سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر ټرمپ او د هغه چینايي سیال زي جین پینګ د جمعې پر ورځ په خپله کتنه کې پر شمالې کوریا د هغو بندیزونو پر ساتلو سلا وکړه چې ملګرو ملتونو پرې لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG