د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د غلام خان بندر لارې پرانيستل پر داخلي توليداتو مثبت اغېز لري"


غلام خان، شمالي وزيرستان
غلام خان، شمالي وزيرستان

د پاکستان د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان پوليټيکل اېجنټ کامران اپريدي نن [جمعه] له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې افغانستان ته تلونکې د غلام خان بندر لار یې نن په ازمویښتي توګه پرانیستل او په لومړۍ ورځ شاوخوا نهو ګاډيو افغانستان ته مالونه يووړل.

د شمالي وزيرستان او د افغانستان د خوست ولايت تر منځ دا لار درې نيم کاله بنده پرته وه.

د شمالي وزيرستان او د افغانستان د خوست ولايت تر منځ دا لار درې نيم کاله بنده پرته وه. د دواړو خواوو ځايي ولس او تاجرانو د دې لارې د پرانيستلو غوښتنې کولې.

په پاکستان کې د خېبر پښتونخوا د تجارتي خونې مشر او د پاک افغان جواينټ چېمبر اف کامرس ډايرېکټر زاهد شينوای وايي چې دا لار د داوړو خواوو د ولسونو لپاره ګټوره ده.

نوموړي له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې له دې لارې سره په جوخته سيمه کې ډېره زياته ابادي پرته ده نو په دې اقدام سره يو خوا خپل منځي تجارت زيات پرمختګ کولای شي او بلخوا د داوړو هېوادونو د ولس لپاره اسانتياوې رامنځ ته کولای شي.

شينواري زياته کړه چې مخکې به د پاکستان مالونه کابل ته تلل او بيا به له هغې خوا بېرته پاکستان ته راتلل چې وخت او پيسې به ډېرې پر لګېدلې.

دا لار له تورخم او بولدک وروسته له پاکستان سره تر ټولو لويه تجارتي لار ده چې د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري

د پاکستان حکومت د سياسي او امنيتي لاملونو په خاطر د غلام خان بندر لار درې نيم کاله تړلې وه. د افغانستان تاجران هيله ښیي چې دا لار په مستقله توګه خلاصه شي. د افغانستان د تجارتي خونې مرستيال مشر خان جان الکوزی وايي چې د دې لارې خلاصول پر داخلي توليداتو مثبت اغېز لري.

نوموړی وايي چې دا لار له تورخم او بولدک وروسته له پاکستان سره تر ټولو لويه تجارتي لار دی چې د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري.

د دې لارې خلاصول پر داخلي توليداتو مثبت اغېز لري.

د خان جان الکوزي په وينا د غلام خان بندر له لارې زيات مالونه د پاکستان له لوري افغانستان ته وړل کېږي او له هغې خوا ډېر کم داخلي مالونه پاکستان ته ځي.

دا لار په داسې حال کې پرانيستل شوې چې په تېرو دوو کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ خپل منځي تجارت د دوه اعشاريه اووه اربه ډالرو څخه يو اعشاريه دوه اربه ډالرو ته راټيټ شوی دی.

XS
SM
MD
LG