د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره لیدو ته راضي شوی


د جنوبي کوریا یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره لیدو ته راضي شوی دی.

د جنوبي کوریا د ملي امنیت سلاکار چونګ اويي یونګ بېګا په سپینه ماڼۍ کې له امریکايي ولسمشر سره تر لیدو وروسته وویل، ټرمپ به له کېم سره د مې تر میاشت پورې وویني او له کوریا ټاپووزمه څخه به د اټومي وسلو د ختمولو موافقې ته د رسېدو هڅه وکړي.

د ده په خبره، امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته یې ویلي چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون له سیمې څخه د اټومي وسلو ختمولو ته ژمن دی.

چونګ وویل،کېم ژمنه کړې چې شمالي کوریا به د اټومي وسلو یا توغندیو نورې ازموینې نه کوي.

دی زیاتوي چې ولسمشر ټرمپ د ده د معلوماتو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د مې تر میاشت پورې به له کېم سره وویني چې د اټومي وسلو د دایمي خاتمې مقصد تر لاسه کړل شي.

سپینه ماڼۍ او جنوبي کوریا وايي، ملاقات ته پر رضا کېدو سربېره به پر شمالي کوریا سختو بندیزونو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG