د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: افغانستان کې سوله د پاکستان ارمان دی


د پاکستان خارجه چارو وزير خواجه اصف ويلي دي چې په افغا نستان کې امن تر ټولو زیات د پاکستان ارمان دی.

د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ کې په خپله وينا کې خواجه اصف وويل چې د افغانستان د ناامنۍ تورونه پر پاکستان لګول مناسب نه دي.

(په افغانستان کې د امن د بشپړتیا خواهش تر ټولو زیات د پاکستان او افغان ولس دی د کوم لوی طاقت دا خواهش نه دی، ګنې په يوه هېواد کې به د نړۍ د ۱۶ هېوادونو بهترين پوځ ميشت وي او هلته به ۴۳ فيصدي سیمه د وسله والو طالبانو په قبضه کي وې، او تورونه په موږ لګول کېږي چې د حقاني وسله والې ډلې سهولت کار موږه يو.)

ښاغلي اصف په خپله وينا کې وويل چې پاکستاننه غواړي چې يو وارې بیا په افغانستان کې د بل چا د جنګ اله کار جوړ شي ، هغه وويل چې د پا کستان ځينو واکدارانو د خپلو ذاتي ګټو او اقتدار لپاره پاکستان خر څ کړی وو.

(زموږ حکمرانانو په دې لړ کې سمجهوتې کړي، هغوی خپل اقتدار ته دوام ورکولواو ذاتي ګټو لپاره سمجهوتې کړي دي. د پاکستان او د ولسد ګټو لپاره يې دا سمجهوتې نه دي کړي، اقتدار يې دومره خوښ وو چې پاکستان يې خرڅ کړو.)

خواجه آصف په قا مي اسمبلۍ کې دا بیان په داسې حل کې ورکړی چې امریکا په بیا بیا له پاکستانه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د امن په موخه دې د هغو وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي چې په افغانستان کې د امریکا او نړيوالو ځواکونو پرضد جنګېږي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG