د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي دوی نه غواړي د سېنېټ چيېرمېن د مسلم ليګ نون ډلي منتخب کړل شي ځکه چې هغه ګوند به داسي قانون سازي وکړي چې د نواز شريف درغلي پټه کړي.

نوموړی وايي دوی نه غواړي د سېنېټ چيېرمېن د مسلم ليګ نون ډلي منتخب کړل شي ځکه چې هغه ګوند به داسې قانون سازي وکړي چې د نواز شريف درغلي پټه کړي.

نوموړي په پېښور کې د زيارت په ورځ خبري کانفرس پر مهال وويل چې بايد د سېنېټ چيرمين له بلوچستانه راشي.

نوموړي وويل چې د سېنېټ چيرمين ټاکنو لپاره پيپلز ګوند سره اتحاد ممکن نه دې ځکه د پارټي مرکزي مشرانو له مشاورت سره به حتمي فيصله کوي.

عمران خان وويل: "موږ به کوښښ کاوو چې د مسلم ليګ نون مخه ونيسو ځکه چې هغه ګوند د نواز شریف بچ کولو لپاره ټولي هلې ځلې کوي، زما په فکر تر ټولو غوره کانديد به له بلوچستانه وي."

نوموړي زیاته کړه، بلوچستان يوه وړکې صوبه ده او دا به غوره خبره وي چې له وړکې صوبې د سېنېټ چيرمين راشي. موږ به هغه اړخ ته کوښښ کوو.

دا وخت په سېنېټ کې د تحريک انصاف ګوند د غړو شمېره ۱۲ ده.

عمران خان د سېنېټ انتخاباتو کې د پيسو په بدل کې د ووټ خرڅولو په اړه وویل چې د انتخاباتو په نظام کې ډېرې نمګړتياوي موجودي دي او دا بايد ختمې کړل شي.

پخوا به شل يا ۳۰ لکه روپۍ د سېنېټ په انتخاباتو کې ووټ اخېستو لپاره ورکول کېدلې، بيا دا ۵۰ لکه ته ورسېدل خو اوس دا نرخ له څلور کړوره روپیو زيات شوی دی.

زه به هغو خلکو ته بيا د پارټي ټکټ ورکومه چې د ضمير سودا يې نه ده کړي.

د تحريک انصاف عمران خان دا څرګندوني په داسې حال کې کړي چې د سېنېټ په انتخاباتو کې د خيبر پښتونخوا واکمن تحريک انصاف ګوند د ۱۳ صوبايي غړيو په اړه پلټنې روانې دي چې د پيسو په بدل کې ورباندې د ووټونو خرڅولو شک کېږي.

د واکمن تحريک انصاف ګوند صوبايي اسمبلۍ غړي شوکت يوسفزي مشال راډيو ته ويلي وو چې ککړ کسان به له پارټي اېستل کېږي.

بلخوا د مارچ پر درېمه د سېنېټ انتخاباتو وروسته په ايوان کې د مسلم ليګ نون ډلې د غړو شمېره ۳۳ ته رسېدلې ده.

په سېنېټ انتخاباتو کې د مسلم ليګ نون ډلې کانديدانو د ازاد اميدورانو په توګه برخه اخېستې وه.

د سېنېټ چيېرمېناو ډپټي چيېرمېن لپاره سياسي ګوندونو خپلي هلې ځلې تندي کړي دي او په دې کې مسلم ليګ نون او پيپلز ګوند تر ټولو زيات چټک رول لوبوي.

په اسلام اباد کې سياسي شنونکی حسن خان وايي چې مسلم ليګ نون او د دوی اتحادي ګوندونو ته اکثريت ترلاسه دي او قوي امکان دي چې د مسلم ليګ نون ملاتړ لرونکی چيېرمېن وټاکل شي.

حسن خان وويل چې پيپلز ګوند ډېر زيات کوښښونه کوي چې د نورو سياسي ګوندونو حمايت ترلاسه کړي.

بيا په کراچۍ کې د ايکسپريس ټرابيون مدير نويد حسين وايي چې د سېنېټ چيرمين به د مسلم ليګ نون ډلي وي.

د سېنېټ چيرمين انتخاب کې تر ټولو غټ پرمختګ هغه وخت وشو کله چې نواز شريف د خپل ګوند پرځای له پيپلز پارټۍ سره تړوا لرونکی رضا رباني چې د سېنېټ اوسنی چيېرمېن دی، نوم وړاندې کړ خو آصف زرداري دا وړانديز رد کړ.

په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې خبريال انعام الله خټک مشال راډيو ته وويل چې په موجوده حالاتو کې مسلم لیګ نون او پيپلز پارټي ترمنځ د اتحاد هېڅ امکان نشته.

که څه هم په سېنېټ کې د مسلم ليګ نون ډلې اکثريت دي خو د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس د غبرګ شهريت لرونکیو چارواکیو په يو مقدمه کې امر ورکړي هغه سېنېټران به د چيېرمېن او ډپټي چيېرمېن په ټاکنو کې ووټ نه اچوي چې غبرګ شهريت لري.

په دي کې د مسلم ليګ نون درې او تحريک انصاف ګوند يو سېنېټر شامل دي.

XS
SM
MD
LG