د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امنیت شورا د افغانستان د سولې په اړه غونډه کړې


پراګ - د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان پر حالاتو، په تېره بیا د دغه هېواد پر سولې خبرې وشوې.

د دې شورا ځېنو غړو د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې د هېوادونو رغنده ګډون او همکاري مهمه وبلله.

د امنیت شورا د مارچ د میاشتې دوره يې مشري د هالینډ په غاړه ده.

د زیارت یا پنجشنبې پر ورځ غونډې ته د هالینډ د بهرنۍ سوداګرۍ او انکشافي همکارۍ وزیرې سیګرید کاګ وویل، د افغانستان د حکومت په مشرۍ د هراړخیزو خبرو له لارې په دې هېواد کې سوله راتللای شي.

دې په عین حال کې وویل، دا کار د سیمه ییزو شریکانو له رغنده همکارۍ او ریښتینې ژمنې پرته ممکن نه دی.

((موږ د افغانستان د حکومت په مشرۍ یوازې د جامع خبرو له لارې سوله ټینګولی شو. نړیواله ټولنه دې خپله انرژي د سولې پر خبرواترو متمرکزه کړي. حللار باید په زغرده سیاسي وي او دا کار د سیمې د ټولو شریکانو له رغنده او حقیقي ژمنې پرته امکان نه لري.))

د ملګرو ملتو امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان پر سولې خبرې کوي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ۱۰ ورځې وړاندې د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې د سولې یوه نوې طرحه وړاندې کړه.

ده وویل، د افغانستان حکومت چمتو دی چې بې قید و شرطه له وسله والو طالبانو سره خبرې وکړي او دا ډله د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې د افغانستان د حکومت د سولې دا وړاندیزونه رسماً رد کړي نه دي.

خو پخوا یې ویلي چې د افغانستان له حکومت سره نه، بلکې له امریکا سره خبرې کوي.

د امنیت شورا په غونډه کې د سویډن د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې انیکا سودر له طالبانو وغوښتل چې له دې فرصته استفاده وکړي او د سولې خبرې پیل کړي.

((د تروریستي ډلو له لوري تاوتریخوالی باید ودرول شي، شخړه یوازې د سیاسي خبرو له لارې حل کېدای شي.

د کابل د بهیر دویم کنفرانس تېره اوونۍ دایر شو او د افغانستان حکومت د دې غونډې په لړ کې د لارې یوه رغنده نقشه د سولې لپاره وړاندې کړه. موږ له طالبانو غواړو چې خبرواترو ته تیار شي. له سیمه ییزو لوبغاړو هیله کېږي چې د سولې په هلوځلو کې خپل رول ولوبوي.))

له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي تدامېچي یاماموتو د افغان ولسمشر د سولې نوې طرحې ته په اشاره وویل، طالبان دې راوړاندې شي او د افغانانو د کړاوونو او دردونو د پای ته رسېدو لپاره دې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کښېني.

د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه د روان میلادي کال په وروستیو کې د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو یادونه هم وشوه.

تمه ده چې دا کنفرانس د ملګروملتو په کوربه توب د نومبر په ۲۸ مه د سویس په جینیوا ښار کې جوړ شي.

همداراز، ټاکل شوې ده چې شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته د ازبکستان پلازمېنه تاشکند د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د غونډې کوربه وي.

XS
SM
MD
LG