د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا کې د پخواني روسي پوځي افسر ناروغي اندېښنې راټوکولې


روسیه: د استخباراتو پخوانی پوځي چارواکی په مسکو کې یوه پوځي عدالت کې د اورېدنې مهال. ۹م اګست، ۲۰۰۶
روسیه: د استخباراتو پخوانی پوځي چارواکی په مسکو کې یوه پوځي عدالت کې د اورېدنې مهال. ۹م اګست، ۲۰۰۶

په برتانيا کې د يوه روسي وګړي ناڅاپي ناروغۍ داسې اندېښنې پيدا کړي چې کېدای شي هغه ته زهر ورکړل شوي وي.

۶۶ کلن سیرګي سکرېپل، چې د روسي پوځ افسر پاته شوی او د برتانيا لپاره د جاسوسۍ تور پرې پورې دی، د مارچ پر شپږمه د سیلېسبري ښار روغتون ته یووړل شو.

د نوموړي ۳۳ کلنه لور هم له ده سره يو ځای ناروغه او په روغتون کې بستر کړل شوه.

دوی دواړه تر دې دوه ورځې وړاندې د يوه پارک پر يوه بينچ په بې هوشه حالت کې وميندل شول.

برتانويو چاراکیو ويلي، داسې ښکاري چې دا پلار او لور له کومې نامعلومې مادې سره مخامخ او بې هوشه شوي دي.

تر دې مخکې په ۲۰۰۶ م کال کې هم په برتانيا کې د روسيې يو جاسوس، اليګزينډر لېتويننکو، چې وروسته يې د کرملين پر پالېسيو سخت انتقادونه وکړل، د مړينې په حواله برتانوي چاراوکیو ویلي ول چې د روسيې ايجنټانو هغه ته زهر ورکړي وو.

د سيلېسبري ښار د پوليسو مرستيال کمشنر مارک رولی (بي بي سي) خبري ادارې ته ويلي، دوی دا امکان نه ردوي چې د لېتوننکو په څېر سکرېپل ته هم ښايي زهر ورکړل شوي وي.

د روسيې يو عدالت په ۲۰۰۶ م کال کې سکرېپل د دې لپاره تورن وپېژند چې نوموړي برتانوي استخباراتي ادارې ايم ای ۱۶ ته د اروپا لپاره د روسيې د شپږو ايجنټانو نومونه ورکړي دي.

په برتانيا کې د سکرېپل ناڅاپي ناروغتيا د يوشمېر هغو پېښو وروستۍ بېلګه ده چې په ترڅ کې يې د روسيې پر استخباراتي ادارې (کی جي بي) شک کيږي چې پر کرملېن انتقاد کوونکو کسانو ته د زهرجنو موادو په ورکولو سره هغوی په مرموز ډول وژني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG