د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر روس نوي بندیزونه لګوي


د امریکا د ملي استخباراتو مشر ویلي، په یوه اونۍ کې دننه به پر روس نوي بندېزونه اعلان کړي.

ډېن کوټس په سېشنبه ویلي، دا بندېزونه د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د مشکوکې لاسوهنې په غبرګون کې لګول کېږي.

نوموړي ویلي چې دا بندېزونه به د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوچن په یوه اونۍ کې دننه اعلان کړي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا په سېنېټ کې د پوخي خدمتونو کمېټۍ غړیو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اداره له دې کبله نیوکې وکړې چې ولې یې دا بندېزونه په جنورۍ میاشت کې هغه مهال نه وو لګولي چې د ۲۱۰ شتمنو او د روسي ولسمشر له ماڼۍ سره تړلو قوي کسانو فهرست یې خپور کړی وو.

ډېن کوټس ویلي، په دې بندېزونو کې به لږ تر لږه له هغو ۱۳ روسیانو، ځینې په نښه کړل شي چې د امریکا د پلټنو ځانګړي کونسل روبرټ مولر د امریکا د ۲۰۱۶م کال د ولسمشریزو ټاکنو د ګډوډولو په هڅو تورن کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG