'ډرایوینګ لایسنس به نرښځیان د متبادل روزګار جوګه کړي'
په پاکستان کې په لومړي ځل نرښځیانو ته د هغوی د جنس له شناخت سره سم د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ګاډو چلولو لایسنس جاري کړل شو. دا مهال دوو نرښځیانو ډرایوینګ لایسنسونه اخېستې دي بلخوا د ټرافیک پولیس چارواکي وايي ګڼو ته د ګاډو چلولو چل ورزده کوي. په پېښور کې د نرښځیانو حقونو یو فعال قمر نسیم د مشال راډيو له اېډيټر داود خټک سره په خبرو کې وویل چې له دې سره به هغوی د متبادل کار روزګار موندلو جوګه شي.