د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي کوریا ولسمشر له جنوبي کوریا استازیو سره خبرې وکړې


د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وايي د جنوبي کوریا له استازو سره یې په خلاص زړه خبرې وکړې او هغوي ته یې خپله کلکه اراده څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو بیا یو ځای کولو لپاره خبرې به په تندۍ سره پر مخ بیايي.

نن د مارچ شپږمه نېټه د شمالي کوریا په سرښار پینګ یانګ کې د دې هېواد د مشر په توګه د جنوبي کوریا له استازو سره د نوموړي دا اولنې ملاقات دی او د شمالي کوریا له اړخه د اتومي ازموینو پر سر سېوا شوي تناو وروسته د د واړو هېوادونو ترمنځ د تعلقاتو ښه کیدلو ته اشاره کوي.

د شمالي کوریا سرکاري رسنیو ویلي کیم جونګ تیر ماښام د ډوډۍ پرمهال ملاقات کې د جنوبي کوریا وفد ته د هغه خواهش اظهار کړی چې پکې نوموړي ویلي د دواړو هېوادونو په یو ځای کولو د کوریا نوی ملي تاریخ رقم کول غواړي.

خو جنوبي کوریا او امریکا کیم جونګ دې څرګندونو ته د شک په نظر ګوري او دا ګمان کوي چې شمالي کوریا په دې سوله ایزو خبرو د امریکا په مشرۍ د نړیوالو بندیزونه کمزوري کول غواړي.

جنوبي او شمالي کوریا ترمنځ دا تګ راتګ په پیانګ چانګ کې د ژمي د اولمپیک لوبو وروسته سېوا شوی او د دواو هېوادونو د تعلقاتو ښو کیدلو تمه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG