د فرانس ولسمشر ایمانوېل مېکخوان پر خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ږغ کړی چې په شام کې د ملګرو ملتونو لخوا ۳۰ ورځنۍ ډزبندي بې له شک شبهې منل یقیني کړي.
د فرانس ولسمشر دفتر په دوشنبه وویل چې مېکخوان دغه څرګندونې له پوټین سره په ټیليفوني خبرو کې کړي دي.
له دغې یوه ورځ وړاندې د شام په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارلاسد د ملاتړ پر سر سپینۍ مانې د روس په اړه سخته وینا کړې ده.
بلخوا ولسمشر اسد پیتلې چې د یاغیانو تر ولکې لاندې د غوطې ښار په ختیځه برخه کې به پوځي عملیات لا نور زیات کړي.
په یاد ښار کې له ۱۸ مې فبرورۍ راهیسې د جګړې له وجې تر ۶۰۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي دي.
د دوشنبې په ورځ غوطه ښار ته د بنیادي اړتیاو سامان وړونکي ټرکونه رسېدلي دي، دا له څو هفتو راهیسې محاصره شوي ښار ته د مرستو اولنۍ لړۍ ده.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په ټول شام کې د ۳۰ ورځنۍ ډزبندۍ غوښتنه هم کړې ده.
د فرانس ولسمشر دفتر زیاتوي له پوتین سره په خبرو کې مېکخوان په دې خبره هم تاکید وکړ چې د انساني مرستو قافلې دې ټولو حاجتمنو خلکو ته بغیر له ځنډه رسېدل یقیني کړل شي.