د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خانجان الکوزي سره مرکه دلته واورئ


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په يوه تازه راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې د پاکستان تجارت او مارکيټ پنځوس فيصده کم شوى دى. د راپور له حواله په تېرو دوو کلونو کې د تجارت دغه اندازه له دوه اعشاريه اووه مليارد امريکايي ډالرو څخه يو مليارد او دوه سوه مليونه ډالرو ته راټيټه شوې ده. په عين حال کې ويل شوي، چې له هندوستان سره د تجارت لپاره د هوايي دهلېز پرانيستو پر پاکستان د افغانستان اتکا کمه کړې ده. صالح محمد صالح د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو له مرستيال خان جان الکوزي څخه د مرکې په پيل کې په هېواد کې د پاکستان د تجارت د کمېدو علت پوښتلى دى؟

XS
SM
MD
LG