د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولاديمیر پوتین وايي د راتلونکو نسلونو د خوښۍ لپاره کار کول غواړي


د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین غونډې ته د وینا پر مهال
د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین غونډې ته د وینا پر مهال

پراګ ـ د روسیې ولسمشر د خالي په ورځ په مسکو کې د انتخاباتي کمپاین پر مهال د روسیې د بري ژمنه وکړه.

ولادیمیر پوتین وویل چې د راتلونکي نسلونو د خوښۍ لپاره به هرڅه وکړي. پوتین په لوژنیکي سټیډیوم کې خپلو پلویانو ته وویل:

((بل هېڅ څوک به دا کار زموږ لپاره ونکړي. که موږ دا کار وکړو، راتلونکې لسیزه او ټوله یو ویشتمه پیړۍ به زموږ د روښانه بریاوو شاهده وي. موږ به دا کار وکړو.))

پوتین چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې د روسیې د ولسمشر یا وزيراعظم په حیث په قدرت کې پاتې شوی ، د یوې بلې شپږ کلنې ولسمشرۍ دورې په لټه کې دی.

ټاکل شوې د روسیې ولسمشرۍ انتخابات د مارچ پر ۱۸مه نېټه ترسره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG