د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ انتخاباتو نتيجې: مسلم ليګ نون اکثريت ترلاسه کړ


د پاکستان الېکشن کمېشن د اتوار په ورځ د سېنېټ انتخاباتو نتيجې اعلان کړي دي. د سرکاري نتيجو ترمخه د سنېټ ۵۲ غړيو انتخاباتو کې د واکمن مسلم ليګ نون ګوند حمايت يافته کانديدانو بري ترلاسه کړي دي.

د مسلم ليګ نون کانديدانو په انتخاباتو کې د ازاد اميدورانو په توګه انتخاباتو کې برخه اخستي وه. د سرکاري نتيجو ترمخه د مسلم ليګ نون حمايت يافته ۱۵ کانديدان په پنجاب، خيبر پښتونخوا او اسلام اباد کې کاميابه شوی دي.

پاکستان پيپلز ګوند ۱۲ سېنټران له سېند او خيبر پښتونخوا صوبې منتخب شوی دي.

همداراز تحريک انصاف ګوند ۶ سېنټرانو په خيبر پښتونخوا او پنجاب صوبه کې بري ترلاسه کړی دی.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلوچستان کې ۲ جمعيت علما اسلام فضل الرحمان ډلې ۲ نيشنل پارټي ۲، د متحده قامي موومنټ پاکستان، مسلم ليګ فنکشنل او جماعت اسلامي يو يو سېنټر منتخب شوی دي.

د حتمي نتيجو ترمخه په انتخاباتو کې ۱۰ ازادو کانديدانو هم بري ترلاسه کړي دي.

د سرکاري نتيجو مطابق د قبايلي سيمو لپاره په څلورو څوکو هلال الرحمان ، شمیم افریدي ، مرزا محمد افریدي او هدایت الله کامیابه شوي دي.

په پنجاب کې ۱۱ سیټونه پاکستان مسلم لیګ نون او يو څوکۍ تحريک انصاف ګوند ګټلي ده.

په سېند کې ۱۰ سيټونه پاکستان پيپلز ګوند، ايم کيو ايم او مسلم ليګ فنکشنل يو يو سېټ ګټلي دي.

په خيبر پښتونخوا کې ۵ سيټونه تحريک انصاف ۲ مسلم ليګ نون، ۲ پيپلز ګوند او جميعت علما اسلام ف دلې او جماعت اسلامي يو يو سيټ ګټلي دي.

همداراز په بلوچستان کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند ۲، نيشنل پارټي ۲ ، جميعت علما اسلام ف ډلې يو او ازاد اميدوارانو 6 څوکۍ ګټلي دي.

په اسلام اباد کې دوه څوکۍ مسلم ليګ نون حمايت يافته کانديدانو مشاهد حسين سيد او اسد جونيجو ګټلي دي.

د سېنېټ انتخاباتو وروسته په ايوان کې د سياسي ګوندونو پوزشن:

مسلم ليګ نون : ۳۳

پاکستان پيپلز پارټي: ۲۰

پاکستان تحريک انصاف: ۱۲

متحده قامي موومنټ: ۵

پښتونخوا ملي عوامي: ۵

نېشنل پارټي: ۵

جمعيت علما اسلام ف: ۴

جماعت اسلامي: ۲

عوامي نيشنل پارټي: ۱

مسلم ليګ فنکشنل: ۱

بلوچستان نيشنل پارټي ايم: ۱

ازاد : ۱۵

د پاکستان الېکشن کمېشن د قانون له مخې په پاکستان کې هر دري کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG