د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني سېنېټ د انتخاباتو غیر رسمي نتیجې اعلان شوې


د پاکستان سېنېټ ۵۲ غړيو انتخاباتو غير سرکاري نتيجو ترمخه د واکمن مسلم ليګ نون ګوند ملاتړ لرونکو کانديدانو بری ترلاسه کړی دی.

د مسلم ليګ نون کانديدانو په انتخاباتو کې د ازاد اميدورانو په توګه انتخاباتو کې برخه اخستي وه. په مجموعي توګه د مسلم ليګ نون ملاتړ لرونکو ۱۵ کانديدان کامياب شوي دي.

د پاکستان پيپلز ګوند ۱۲ سېنټران منتخب شوي دي. همداراز تحريک انصاف ګوند ۴ سېنټرانو بری ترلاسه کړی دی.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ۱ ، جمعيت علما اسلام فضل الرحمان ډلې ۲ ، نيشنل پارټۍ ۲ ،متحده قامي موومنټ پاکستان ۱ او مسلم ليګ فنکشنل يو سېنټر منتخب شوی دي. په انتخاباتو کې ۱۲ ازادو کانديدانو هم بری ترلاسه کړی دی.

په پيښور کې خبریال محمود جان بابر مشال راډيو ته وويل چې په خيبر پښتونخوا کې واکمن تحريک انصاف ګوند زياتره غړو خپلو کانديدانو ته ووټ نه دی ورکړی.

د قبايلي سيمو لپاره په څلورو څوکیو هلال الرحمان ، شمیم افریدي ، مرزا محمد افریدي او هدایت الله کامیابه شوي دي. خو د فاټا کامياب شوی کانديدانو سره د واکمن مرکزي ګوند ملاتړ ترلاسه وو.

په پنجاب کې ۱۱ سیټونه پاکستان مسلم لیګ نون او يو څوکۍ تحريک انصاف ګوند ګټلي ده.

په سېند کې ۱۱ سيټونه پاکستان پيپلز ګوند، ايم کيو ايم او مسلم ليګ فنکشنل يو يو سېټ ګټلی دی.

په خيبر پښتونخوا کې ۵ سيټونه تحريک انصاف۲مسلم ليګ نون ۲ ،پيپلز ګوند او جميعت علما اسلام ف ډلې او جماعت اسلامي يو يو سيټ ګټلی دی.

همداراز په بلوچستان کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند ۲، نيشنل پارټۍ ۲ ، جميعت علما اسلام ف ډلې يو او ازاد اميدوارانو ۶ څوکۍ ګټلې دي.

په اسلام اباد کې دوه څوکۍ مسلم ليګ نون حمايت يافته کانديدانو مشاهد حسين سيد او اسد جونيجو ګټلې دي.

د دې انتخاباتو رسمي نتیجه به د پاکستان الیکشن کمیشن د یو ګزټ نوټیفیکشن له لارې د مارچ پر ۴مه اعلان کړي.

د پاکستان الېکشن کمېشن د قانون له مخې په پاکستان کې هر دري کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي

XS
SM
MD
LG