د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د سېنټ انتخابات روان دي


د پاکستان په سېنېټ کې د خالي کيدونکي ۵۲ چوکیو لپاره د شنبې په ورځ د ټولو صوبو په اسمبلیو کې د نورو سنېټرانو ټاکلو لپاره د رایو اچولو لړۍ پیل شوې چې د پاکستان له وخت سره سم د مازیګر تر څلورو بجو به دوام ولري. د قبایلي سیمو د سنېټرانو ټاکلو لپاره د قومي اسمبلۍ غړي رایې اچوي.

د پاکستان د ۲۰۱۷ز کال له انتخاباتي قانون سره سم، د سېنېټ په اوسنیو انتخاباتو کې له پنجاب او سېند څخه ۱۲، ۱۲، له خيبر پښتونخوا او بلوچستانه ۱۱، ۱۱، له قبایلي سیمو څخه څلور او له اسلام اباده دوه کسان ټاکل کېږي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ټاکنو لپاره د ۱۳۵ کسانو نوماندۍ منظورې کړې دي چې پکې یوه ښځه هم د عمومي څوکۍ لپاره له سړیو سره ازاده سیالي کوي.

په انتخاباتو کې د واکمن مسلم ليګ نون کانديدان د ازاد اميدورانو په توګه برخه اخلي.

د پاکستان الېکشن کمېشن د قانون له مخې په پاکستان کې هر دري کاله وروسته د سېنېټ انتخابات کېږي. د سېنېټ په انتخاباتو کې د قبايلي سيمو څلور کسان ټاکل کېږي.

د اليکشن کمېشن وياند الطاف احمد مشال راډيو ته وويل چې د فاټا لپاره د سېنېټ انتخاباتو طريقه کار جلا دي.

د ده په وینا ، د قبایلي سیمو د صوبايي اسمبلۍ غړي نشته نو د دې سیمو د سنېټرانو ټاکلو لپاره له دې سیمو څخه د قومي اسمبلۍ غړي رایې اچوي.

دا وخت په قامي اسمبلې کې د فاټا ۱۱ غړي دي او دوي به د فاټا څلور سنېټران منتخب کوي.

دا وخت د پاکستان په سېنېټ کې واکمن مسلم لیګ نواز ګوند ۲۶، پېپلز ګوند ۲۵، متحده قومي موومنټ ۸ ،پاکستان تحريک ۷ ، عوامي نېشنل پارټي۶ ، جمعيت علما اسلام فضل الرحمان ګوند ۵ غړي لري.

XS
SM
MD
LG