د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: نور په زوره تښتونې بندې کړئ


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو پر پاکستاني دولت ږغ کړی چې په زوره تښتونې ودروئ او قبایلي سیمو کې رسنیو ته د کار کولو اجازه ورکړئ.

دا څرګندونې دوی د شمالي وزیرستان په میرلي کې یوې لویې ولسي غونډې ته کولې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې نور پښتون ولس د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره راپاڅېدلي دي او هېڅوک یې مخه نه نشي نیولی.

د دغه ولسي غونډې ویناوالو غوښتنه کوله چې د ترهګرۍ ضد جګړې په نامه نیول شويو او تری تم کړل شويو کسانو کې دې بې ګناه هغه خوشې کړل شي او چې څوک هم مشکوک دی یا مجرم دی پر هغه دې په عدالت کې مقدمه وچلول شي.

منظور پښتین: نور په زوره تښتونې ودروئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ز کال په جون کې د وسله والو طالبانو (تحریک طالبان پاکستان) پرضد د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ له سیمې نه یوازې تر یو ملیون زیات ولسي وګړي بې کوره کړل شول بلکې په پراخه کچه یې کورونه او کاروبارونه هم له منځه ولاړل.

پښتون ژغورنې غورځنګ په فبروۍ کې په اسلام اباد کې د خپل پرلت پرمهال د پوځي چېک پوسټونو ختمولو، جبري تښتونو بندولو ، د ماینونو پاکولو او په فاټا کې د اصلاحاتو غوښتنه کوله. د ضرب عضب عملیاتو پس دا لومړی ځل دی چې ځوانانو په وزیرستان کې پراخه ولسي غونډه وکړه.

XS
SM
MD
LG