د لاسرسي ځای

تازه خبر

"بلوچستان کې ۱۰ لکه ماشومان له ښوونځيو بهر دي"


د بلوچستان په پښين ضلع کې يو ښوونځی
د بلوچستان په پښين ضلع کې يو ښوونځی

پراګ - په پاکستان کې د تعليم لپاره کارکوونکې اداره ''الف اعلان'' وايي، د پاکستان په وروسته پاته بلوچستان صوبه کې د ښوونځي د عمر له نيمايي زيات ماشومان ښوونځيو [سکولونو] ته نه ځي. يادې ادارې په دا وروستيو کې تعليمي سروې تر سره کړې چې په دې صوبه کې د تعليم په برخه کې پر ځېنو انتظامي اصلاحاتو سربېره د تعليم کچه ټيټه ده.

الف اعلان د بلوچستان د ښوونځيو په اړه خپله سروې د فبرورۍ په پای کې بشپړه کړه. په سروې کې ويل شوي چې په ټوله صوبه کې د حکومتي ښونځيو شمېر ۱۳۰۰۰ دی چې په دې کې ۱۱۰۰۰ پرايمري سکولونه يا لومړنۍ ښوونځي، ۱۲۰۰ مډل سکولونه يا منځني ښوونځي او ۹۰۰ های سکولونه يا عالي ښوونځي دي.

بلوچستان کې ۱۳۰۰۰ حکومتي او ۲۰۰۰ شخصي ښوونځي دي

پر دې سربېره په بلوچستان کې پرايوېټ سکولونه يا شخصي ښوونځي هم شته چې شمېر يې ۲۰۰۰ دی. بلخوا د الف اعلان د راټولو کړو معلوماتو له مخې په دې صوبه کې د ۴۰۰۰ په شاوخوا کې مدرسې شته.

د الف اعلان لپاره د سروې تر سره کوونکی رفيع الله کاکړ وايي چې په بلوچستان کې د ښوونځي له پنځو څخه تر ۱۶ کلونو عمر لرونکو ماشومانو شمېر۲۶ لکه دی چې ۱۰ لکه يې له ښوونځيو بهر دي. د نوموړي په وينا په دې صوبه کې نهه لکه ماشومان په حکومتي ښوونځيو کې، درې لکه په شخصي ښوونځيو او شاوخوا درې لکه په مدرسو کې درس وايي.

بلوچستان کې د ښوونځي د عمر ماشومانو شمېر ۲۶ لکه دی

رفيع الله کاکړ زياتوي چې تر سره شوې سروې کې دوی د ۲۰۱۳ز کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې د ښوونځيو جاج اخيستی دی.

د نوموړي په وينا که څه هم بلوچستان د ماشومانو په تعليم کې ډېره وروسته پاتې ده خو په تېرو څو کلونو کې په دې صوبه کې د ښوونځي انتظامي حالت کې د پام وړ اصلاحات شوي دي چې مهم يې انتظامي او مالي اختيارات ضلعو ته سپارل، های سکولونو ته په مستقيم ډول بوديجه ورکول او د ښونځيو، ښوونکو او زده کوونکو معلومات په انلاين ډول ثبتول دي.

په بلوچستان کې د ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۸ز کال پورې د تعليم درې وزيران بدل شوي دي. د دې صوبې د اوسني وزير اعلا سلاکار او پخوانی صوبايي وياند انوارلحق کاکړدا مني چې په صوبه کې د وسايلو کمی او د ښې حکومتدارۍ نشتوالی د تعليمي شاتګ بنيادي لاملونه دي.

د نوموړي په وينا بلخوا هلته زياته پاملرنه پر رسمي تعليم کېږي او دا چې مدرسو ته تلونکي ماشومان څه ستونزې لري او رياست ته د هغوی څومره مسوليت ورله غاړې دی، د ده په وينا داسې څه ورته په پراخه تګلاره کې په نظر نه ورځي.

د بلوچستان د پنځه کلن حکومت [۲۰۱۳-۲۰۱۸] په لومړيو دوه نيمو کلونو کې د تعليم په برخه کې زيات انتظامي اصلاحات رامنځ ته شوي

د الف اعلان د سروې له مخې د بلوچستان د پنځه کلن حکومت [۲۰۱۳-۲۰۱۸] پر مهال په لومړيو دوه نيمو کلونو کې هغه وخت زيات تعليمي اصلاحات رامنځ ته شوي ول چې د صوبې وزيراعلا ډاکټر عبدالمالک بلوڅ او د تعليم وزير رضا محمد بړېڅ و خو له هغه وروسته کله چې نواب ثناوالله زهري وزيراعلا او عبدالرحيم زيارتوال د تعليم وزير شو نو د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ ونه شو.

XS
SM
MD
LG