د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ نن په میرلي کې جلسه کوي


پراګ - د پښتون ژغورنې یا ساتنې غورځنګ د جمعې د ورځې په غونډه کې د تحریک مشر منظور پښتون او یو شمېر سیاسي او ټولنیز فعالان برخه اخلي.

په دې جلسه کې نه یوازې د شمالي وزیرستان بلکې د ټولو پښتنو د مسلو او ستونزو په اړه ویناګانې کېږي.

د میرلي د دې غونډې په اړه پروفیسر اسحاق وزیر وايي، د شمالي وزیرستان خلک له دې جلسې څخه ډېرې هیلې لري.

شاعر او خبریال ګوهر وزیر وايي، له دې جلسې سره به د شمالي وزیرستان خلک د خپلې خبرې د اظهار جرات پیدا کړي.

یو بل شاعر او ادیب دیدار وزیر وايي، دا ډول غونډې نه یوازې په خلکو کې سیاسي او ټولنیزه پوهه او شعور زېږوي بلکې خپاره خلک له یو بل سره تړي هم.

د پښتون ژغورنې یا ساتنې غورځنګ مشر منظور پښتون د زیارت پر ماښام پر فېسبوک په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، دوی د فبرورۍ پر ۱۰مه د احتجاجي ناستې تر ځنډولو وروسته د بېلا بېلو سیمو سفر کړی دی او جلسې یې کړې دي. دی وايي، د دې غونډو او جلسو موخه د راتلونکې د کړنلار ټاکل او د هرې سیمې له اوسېدونکو سره مشورې کول دي.

منظور پښتون زیاتوي چې د مارچ پر نهمې به له ډېره اسماعیل خانه د کوټې لوري ته روانېږي او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې به جلسې کوي.

XS
SM
MD
LG