د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین: روس کې د غربت کچه ټیټول اړینه ده


د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین نن په مسکو کې ولس، چارواکیو او پارلېمان ته په کلنۍ وینا کې وویل، روسیه اړه ده چې د خپلو خلکو د ژوند د کچې د لوړولو لپاره پام وکړي.

د سلګونو لوړ پوړو چارواکو او د پارلېمان د غړیو په مخ کې د وینا پر مهال نوموړي زیاته کړه حکومت ته دا لازمه ده چې د راتلونکیو پر مختګونو د بنسټ اېښودو لپاره ټکنالوژیکي بریاوې ترلاسه کړي.

نوموړي وړاندې وویل، که روسیه په اقتصادي لحاظ په پرمختګ کې ناکامه شوه نو خپل حاکمیت به له لاسه ورکړي.

ولاديمیر پوتین د دې خبرې یادونه کړه چې اوس مهال یې په وطن کې شل میلیونه خلک د غربت له رسمي کچې لاندې ژوند کوي، نو اړینه ده چې د غربت د ختمولو لپاره لا نور کار وشي.

ده همدا رنګه دا هم وویل چې هیواد یې باید د خلکو د روغتیايي سیسټم د ښه کولو په موخه هم لازم اقدامات وکړي. د خپلو پوځونو په اړه نوموړي وویل چې روسیه په شمالي قطب کې د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه خپل انفراسټرکچر یا بنسټ قوي کوي.

د ولاديمیر پوتین دغه وینا د اتلسم مارچ له انتخاباتو مخکې مخې ته راغلې چې اټکل کېږي نوموړی به دغه انتخابات په اسانۍ وګټي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG