د لاسرسي ځای

تازه خبر

'یوسف لالا د پاڼه چنار عبدالستار اېدي دی'


د ولسي خدمتګارۍ په لړ کې که يو خوا په نړيواله کچه د مدر ټريسا، بل ګېټس، وارن بوفېټترڅنګ يوشمېر نور نومونه د ذکر وړ دي نو بل خوا په پاکستان کې د عبدالستار اېدي، او باچا خان نومونه هم روښانه دي.

که څه هم اوس عبدلستار اېدي اوباچا خان نه شته خو د کورمې د پاڼه چنار یو اوسېدونکی ۶۳ کلن يوسف لالا هغه کس دی چې وايي ولسي خدمتګاري ورته ذهني سکون او اطمینان ورکوي.

'په ۱۹۷۳ م کال کې مې په لاهور کې يو کس وليدلو چې په سره لمر کې یې چترۍ نيولې وه او چنده یې غونډوله، هغه کس عبدلستار اېدي وو ، زه له هغه ډېر متاثره شوم او بیا مې له خپلې مېرمنې نسیم سره د خدمتګارۍ کار په کورمه کې پيل کړو نن سبا زموږ يوه یتيم خانه ده يو مو بلډ بېنګ دی او امبولانسونه مې هم شته. په کورمه کې د لاوارثه کسانو لپاره یوه هديره هم لرو، دغه هر څه مې د ولسی چندو په مرسته جوړ کړي دي.'

په پاڼه چنار کې د يوسف لالا په يتيم خانه کې له تېرو اتو کالو ميشت اتلس کلن حسنين حيدر وايي چې کله په ۲۰۰۱ز کال يې پلار له کېنسره مړ شو نو هېڅ سرپناه او اسرا یې نه لرله خو بیا يوسف لالا رباندې مهربانه شو.

'دې يتيم خانې ته موږ یوسف لاله راوستو، تعليم یې راباندې هم وکړو، دلته نور ۹۰ ماشومان هم دي ځېنې پکې داسې هم دي چې مور پلار يې دواړه نه شته خو يوسف لالا موږ ته لکه د يو پلار مينه راکړې ده.'

په پاڼه چنار کې خبر یال جاويد افضل وايي، يوسف لالا په کورمه کې د یوه لوی ولسي خدمتګار انسان په نامه پېژندل کېږي او د کورمې ګوټ ګوټ ته د ولس د خدمت لپاره ځان رسوي. يتيم خانه یې جوړه کړې ده. د قبايلي سیمو لومړی بلډ بانک یې جوړ کړی دی. په سیمه کې د معذورانو ډېر خدمت کوي. د دې له وجې ورته ولس د پاڼه چنار د ايدي نوم ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG