د لاسرسي ځای

تازه خبر

'قبایلي خبریالان وژل کېږي خو وژونکي نه څرګندېږي'


پراګ ـ د ګل په ورځ د شمالي وزير ستان د يو خبر یال ملک ممتاز پنځم تلين وو. هغه د ۲۰۱۳م کال په ۲۶مه فرورۍ په ميرعلي کې نامالومو کسانو په ډزو وژلی وو.

د قبايلي سیمو د خبر یالانو د اتحاديې پخوانی مشر صفدر داوړ وايي چې ملک ممتاز يوازينی قبايلي خبریال نه دی چې تر دې مهاله يې وژونکي نه دي نيول شوي.

(( په ۲۰۰۵ کال کې په واڼا کې الله نور وزير او امير نواب ووژل شول، بیا په شمالي وزير ستان کې حیات الله داوړ، د مومندو مکرم خان عاطف، د خيبر قبايلي سیمې نصر الله تر څنګ تقريبا د هرې قبايلي سیمې نه یو یا دوه خبر یالان وژل شوي دي خو تر اوسه ددغو خبر یالانو د قا تلينو د نيولو په لړ کې حکومتي ژمنې نه دي پوره شوي ))

صفدر داوړ وايي چې قبايلي سیمو کې چې کوم خبر یالان وژل شوي دي حکومت وايی چې د هغوی د وژنې د پلټنو په لړ کې يو شمير قا نوني ستونزې دي خو د مکرم خان عاطف وراره ارشد مومند چې خپله هم خبریال دی وايي چې تره یې د خيبر پښتونخوا په شبقدر کې وژلی شوی وو، خو پوليسو ابتدايي پلټنې وکړې او تر دې مهاله یې د قا تلينو په اړه څه مالومات نشته.

(( تر اوسه هيڅ کوټلي تحقيقات نه دي شوي او نه پولیس موږ ته کوم مناسب ځواب راکړی دی. مکرم خان عاطف په رڼا ورځ ووژلې شو خو لکه څنګه چې په قبايلي سیموکې د وژل شویو خبر یالانو د وژونکیو پته نه ده لګيدلې داسې د مکرم خان د وژونکیو هم څه پته نشته. ))

خو دپیښور پريس کلب پخوانی مشر شميم شاهد چې د حیات الله د وژنې په لړ کې مدعي وو او بیا حکومت يو تحقيقاتي کميشن هم جوړ کړی وو خو وايي د هغه کميشن راپور د ګورنر خيبر پښتونخوا سره پروت دی او د نا مالومو وجوهاتو له وجې يې نه په ډاګه کوي. شميم شاهد زیاتوي چې په خيبر پښتونخوا اوقبايلي سیمو کې د ۲۰۰۳م کال راهيسې ۴۱ خبر یالان وژل شوي دي.

(( په ۲۰۰۳م کال کې لومړی فضل وهاب وهاب په مالاکنډ کې ووژل شو ځکه چې هغه د ترهګرو پر ضد يو کتاب ليکلې وو، خو د هغې نه پس دا لړۍ ودريدلې نه ده، زما د مالوماتو له مخې په خيبر بښتونخوا او قبايلي سیمو کې ۴۱ او په ټول پاکستان کې ۱۰۷ خبر یالان وژل شوي خو قا تلين یې نه دي نيولې شوي ))

د شميم شاهد په خبره د خبر یالانو د ځورولو، ويرولو او وژلو لړۍ اوس هم دوام لري او وخت په وخت د ریاستي ادارو، مذهبي سیاسي ګوندونو او وسله والو ډلو لخوا ورته د هړکې ورکول کيږي.

XS
SM
MD
LG