د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د لیزا کرټس سفر څه پیغام لري؟


د ګل په ورځ د پاکستان د خارجه وزارت ویاند ډاکټر فيصل په خپله ټويټر پاڼه يو پيغام کې وويل، چې د امریکا قا مي سلامتيا د جنوبي اشيا لپاره ډايريکټره ليزا کرټس د پاکستان په سفر ده او له خارجه سيکرېټرې تهمينه جنجوعه سره یې ملاقات کړی دی. د ليزا کر ټس دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو تر منځه تعلقات له سخت کړکېچ سره مخامخ دي.

د پاکستان سر کاري خبري اژانس اې پي پي په خپل يو خبر کې ويلي چې ليزا کرټس د پاکستان د داخله چارو وزير احسن اقبال سره هم وکتل خو د دې ملاقات نور تفصيل نه دی ورکړل شوی.

څو ورځې مخکې د خارجه چارو د وزارت ویاند ډاکټر فيصل د هفته وار بريفنګ پر مهال ويلي ول چې پاکستان او امریکا د دوه اړخيزو تعلقاتو په لړ کې د مشترکه نقطو په لټه کې دي.

په اسلام آباد کې په انسټوټيوټ اف پالیسي سټدیز کې د خارجه چارو کار پوه معراج الحميد ناصري هم د امریکایۍ لوړ پوړې چارواکې ليزا کرټس سفر ته په دې سترګه ګوري چې امریکا له پاکستان سره په اړيکو کې رامنځته شوې فاصلې کمول غواړي.

(زما په اند له تګ راتګ سره فاصلې کمېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ چې کومې بد اعتمادۍ او شکونه دي هغه به تر څه حده کم شي. دواړه هېوادونه به خپلو قامي ګټو ته ګوري او که امریکا څه غوښتنې کوي نو پاکستان به هم د هغې په ځواب کې خپل دریځ په ډاګه کوي.)

خو په پېښور پوهنتون کې د نړيوالو تعلقاتو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد وايي چې دا دورې په دې مانا نه دي چې دوه اړخيزه تعلقات ښه کړل شي بلکې دا مهال د امريکا لخوا يوازې پاکستان ته پيغامونه ورکول کېږي.

(دا مهال د امریکا لخوا پاکستان ته د دې سفرونو يوازنی مقصد دا دې چې امریکا څه غواړي هغه پیغامونه پاکستان ته ورکړل شي. دغه غوښتنې امریکا په مختلفو فورمونو هم کوي او چارواکي يې نيغ په نيغه هم پاکستان ته وايي، نو زما په اند د ليزا کرټس دا دوره هغسې ډيپلومېسي نه ده چې يو سفارت کار غواړي چې تعلقات ښه شي او د هېوادونو تر منځه فاصلې کمې کړي.)

د پاکستان او امریکا تعلقاتو تر هغه وروسته له کړکېچ سره مخامخ دي چې د ۲۰۱۸م کال په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټويټر پاڼه يو ټويټ کې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ او بیا امریکا د پاکستان ټولې پوځې او ولسي مرستې وځنډولې.

XS
SM
MD
LG