د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه وال: د غوښتنو تر منلو پورې پرلت نه ختموو


د تکړه قبایلي خویندو ټولنې استازې هم د کورمېوالو پرلت ملاتړ ته ورغلې وې.
د تکړه قبایلي خویندو ټولنې استازې هم د کورمېوالو پرلت ملاتړ ته ورغلې وې.

د پېښور پرېس کلب مخې ته د منځنۍکورمې ایجنسۍ د خلکو احتجاجي ناسته نن په درېمه ورځ هم دوام لري. دوی له حکومته پنځه غوښتنې لري چې پکې د پوځي عملیاتو پرمهال د ورانو شویو کورنو معاوضه، له کډوالو سره مالي مرستې، په دغه سیمه کې اوسېدونکي د خیبر ايجنسۍ هغه خلک چې دغلته اوسېږي، د هغوی هم دغلته اندارج او مرستې ورکول، د شناختي کارډونو جوړولو سهولت او یا دې سیمې ته د ترقیاتي فنډ ورکول شامل دي.

د دې احتجاجیانو یو منتظم او مشر عبدالخالق پټان نن په سېشنبه مشال راډیو ته وویل تر هغو به ناست وي چې غوښتنې یې ومنل شي.


''بېګا شپه مو په باران کې تېره کړه خو د خلکو حوصلې لوړې دي. نن له منځنۍ کورمې نور خلک هم را روان دي. بېګا مو هم له چارواکیو سره خبرې وشوې خو بریالۍ نه شوې. سبا ته (چهارشنبه) به موږ مشوره کوو که غوښتنې مو نه منل کېږي نو دا احتجاجي ناسته به موږ د ګورنر هاوس مخې ته منتقل کړو.''

عبدالخالق پټان هم دا راز وویل چې تر څو ورته ګورنر ضمانت (ګارنټي) نه وي ورکړي، د نورو چارواکیو په خبره احتجاج نه ختموي.

د منځنۍ کورمې ایجنسۍ دغه احتجاجي ناسته کې مېرمنو هم ګډون کړی دی چې پکې برخه اخېستونکې او د تکړه قبایلي خویندو د اتحادیې غړې لیلا شهنواز وویل دوی د دې پرلت حمایت کوي خو پکې د ښځو لپاره ځانګړې غوښتنې هم شاملول غواړي. نوموړې وویل:

''دوی پنځه غوښتنې کوي او موږ وایو چې دوه دې پکې د ښځو لپاره هم شاملې کړي یانې د اوو غوښتنو ډرافټ دې جوړ کړي. په دې کې موږ په درېوو یانې د جینکو تعلیم، صحت او د ښځو لپاره د کار روزګار موقعې برابرولو باندې غور کوو چې دوه به یې په غوښتنو کې شاملوو.''

د منځنۍ کورمې د مظاهرینو دا دهرنا د اتوار په ماځیګر شروع شوې ده.د یادونې ده چې د امنیتي ستونزو له وجې په منځنۍ کورمه کې د ۲۰۱۳م کال عام انتخابات نه دي شوي او دغه سیمه تر اوسه په قامي اسمبلۍ کې نمایندګي هم نه لري.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG