د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيې ته مطلوبه وتلی کردی سياستوال نيول شوی دی


د چيک ريپبلک چارواکيو د ترکي د وارنټ پر اساس وتلی کردی سياستوال نيولی دی.

د چيک جمهوريت پوليسو د يکشنبې مازيګر په يو بيان کې وويل چې د ترکي د انټرپول ورانټ پر اساس يې ۶۷ کلن بهرنی نيولی دی.

بيان زياتوي چې دوی له قانون سره سم چلند کوي.

صالح مسلم د کردانو د ډيموکراتيک يونېن ګوند پخوانی مرستيال مشر وو چې ترکي يې د نيولو په لټه کې وه.

د ترکي ولسمشر رجب طيب اردغان هيله ښودلې ده چې چيک جمهوريت به صالح مسلم انقرې ته ور وسپاري.

د ترکي عدالت صالح مسلم د هېواد يووالي د ماتولو په ګډون په ځېنو نورو جرمونو ګرم ګرځولی وو.

خو ډيموکراتيک يونېن پارټۍ د يکشنبې د ورځې په يو بيان کې ويلي چې نوموړی د شام شهري دی او پوره شهري حقونه لري.

بيان وايی چې هغه په يوه کانفرنس کې د ګډون لپاره پراګ ته تللی وو.

بيان زياتوي چې صالح مسلم په رسمي حېثيت کې د اروپا په سفر وو.

دغه ګوند پر ترکي تور پورې کړی چې داسې يو کس ځان ته سپارل غواړي چې شهري هم نه دی او دغسې يوه غوښتنه يې هيڅ قانوني جواز نه لري.

جرمن مېشت يوه کردي فعال قواسي شیقو مشال راډیو ته وويل چې صالح مسلم له نورو کردي فعالينو او سياستوالانو سره چيک رېپبلک ته تللی وو.

نوموړي زياته کړه،

''موږ حالات له نږدې څخه څارو او وکيلان د چيک جمهوريت له قانون سره سم د هغه هېواد له چارواکو سره په رابطه کې دي.''

ترکي ډيموکراتيک يونېن پارټۍ ترهګره ګڼي.

د ترکي ولسمشر رجب طيب اردغان هيله ښودلې ده چې چيک جمهوريت به صالح مسلم انقرې ته ور وسپاري.

نوموړي پرون وويل چې يو ځل هغه ترکي ته وروړل شي نو بيا به و وينی چې انصاف څنګه پلي کېږي.

د ترکي د بهرنيو چارو مرستيال وزير خبريالانو ته وويل چې د هېواد بهرنيو چارو وزير به له چيک ريپبلک سره د صالح مسلم د ورسپارلو موضوع بحث کوي.

ترکي تېره مياشت د شام په افرين سيمه کې د ډيموکرېټک يونين پارټۍ د مرستيالې وسله والې ډلې پييلزپروټيکشن يونټ پرضد پوځی عمليات کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG