د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني او افغان تاجران د غلام خان بندر خلاصېدو ته خوشاله دي


پاکستاني او افغان تاجران د پاکستاني چارواکو د هغه فیصلې هرکلی کوي چې ویلي یې دي د مارچ په لومړۍ اونۍ کې به پر پاک افغان پوله د غلام خان بندر د تګ راتګ او تجارت په وړاندې پرانیزي.

یو تاجر انجنیر دارو خان وايي د غلام خان لارې په تړل کېدو سره د پاکستان او افغانستان تجارت ته ډېر نقصان ورسېدی خو اوس هیله ده چې هغه کمی پوره کړل شي.

ده وویل ، “ د پاکستان او افغانستان تر منځ تجارت په یو وخت کې شا او خوا درې بلین ډالره پورې و چې اوس د یو نیم بلین ډالره نه هم کم دې. د دې وجه دا وهچې په بارډر باندې غلام خان چیک پوسټ بند شوی و. وروسته د تجارت په مد کې حکومتي مراعات هم بند شول. اوس چې دغه دروازې خلاصیږي نو موږ تمه لرو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ تجارت به پخواني حال ته ورسیږي بلکه تر هغې زیات چې کوم صلاحیت دې تر پنځو شپږو بلین ډالرو به ورسیږي”.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د تجارت مهمې لارې د طورخم، چمن او غلام خان بندر دي چې تر ټولو زیاته سوداګري په طورخم کیږي.

د خیبر پښتونخوا چیمبر اف کامرس اینډ انډسټریز پخوانی صدر حاجي افضل وايي که څه هم د دواړو هیوادونو مابین د تجارت نورې لارې شته خو هغه دواړو ته ګران پریوځي.

نوموړي وویل ، “متبادلې لارې خو شته، بلوچستان په لاره ایران، د ایران په لاره منځني اسیا یا د چین چې اوس کومې نورې لارې خلاصیږي نو موږ سره خو زمیني لاره هم دغه ده. په سمندري لاره کې څه سهولت د ګوادر بندر سره وشو. هغه لارې شته خو خرچه پرې زیاته راځي”.

د خیبر پښتونخوا چیمبر اف کامرس اینډ انډسټریز مشر زاهد الله شینواری وايي د پاکستان او افغانستان تر منځ دوه طرفه تجارت په کال ۲۰۱۰ـــ۲۰۱۱ کې دوه نیم اربه ډالره ته رسېدلی و. دغه تجارت د تیر کال په جون میاشت کې نهه سوه ملین ډالره ته ورسېد.

زاهد الله شینواری وايي په تجارت کې د کمي یو شمېر لاملونه دي. ده زیاته کړه ، “زموږ د حکومت پالیسیانې هم یوه لویه وجه ده. په بارډر باندې چې دوه درې وارې دروازه بنده شوه په چمن کې او په طورخم کې هم. په ټرانزیټ کې چې کومې ستونزې وې د هغې له امله افغان تاجران ډېر بد زړه شول. د ویزې او تګ راتګ مسلې پیدا شوې، په دې وجه هم ورته پاکستان یو ډېر ګران مارکیټ شو”.

بلخوا په پېښور کې د افغان تاجرانو مشر حاجي عصمت وايي پکار ده چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سیاسي مسلو اثر پر خپل منځي تجارت پری نه وځي.

حاجي عصمت ، “د پاکستان او افغانستان تر منځ چې کله کړکېچ رامنځ ته شي نو د دواړو خواو تجارت پېشه خلکو ته ډېر نقصان ور رسیږي. دا خو د حکومتونو سیاست دې، باېد چې په سیاست کې تاجرانو ته نقصان و نه رسیږي. صلح چې راشي د دواړو فرقینو پکې ګټه ده”.

د غلام خان لاره په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د پوځي عملیاتو له کبله وتړل شوه. داشمالي وزیرستان ته نږدی ده چې افغانستان او د منځني اشیا هیوادونو سره د تجارت لپاره تر ټولو لنډه لاره ګڼل کیږي. تاجران وايي د دغه لارې په خلاصېده سره د دواړو هیوادونو تاجرانو ته ورپېښې ستونزې په کمېدو کې مرسته کېدای شي.

XS
SM
MD
LG