د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا حکومت به د حقاني مدرسې ته ۲۷ کروړه روپۍ ورکوي


د خېبر پښتونخوا حکومتد نوښار د حقاني مدرسې لپاره د نورو څه د پاسه ۲۷ کروړه روپیو ورکولو منظوري ورکړې ده.

د صوبې حکومت وایي دغه پېسې به نغدې نه وي،بلکې دغه به په اکوړه خټک کې په حقاني مدرسه کې د یو نوی بلاک او د هاسټل پر جوړولو لګول کیږي.

د خېبر پښتونخوا له نوښاره د واکمن تحریک انصاف دصوبایي اسمبلۍ غړی خلیق الرحمان وایي وړاندې هم له دغه مدرسې سره درې سوه میلیونه روپۍ مرستې شوي دي او اوس به ورته ۲۷۵ میلیونه روپۍ نورې هم د ځینو تعمیراتي کارونه لپاره ورکول کیږي.

پر دغې به په مدرسه کې یو پنځه منزله هاسټل جوړیږي ، دا پېسې به دوی ته نغدې نه ورکول کیږي

ده وویل ((پر دغې به په مدرسه کې یو پنځه منزله هاسټل جوړیږي ، دا پېسې به دوی ته نغدې نه ورکول کیږي، مخکې هم له حقاني مدرسې سره موږ مرستې کړې وې، او له دغې سره به ټولې مالي مرستې ۵۷۷ ملیونو روپیو ته ورسیږي، په اوسنیو پېسو به په مدرسه کې تعمیراتي کارونه سر ته رسول کیږي.))

ځینې پاکستاني مطبوعات بیا لیکي چې د دغو پېسو سمري یې د صوبې وزیراعلا پروېز خټک تر لاس لیک لپاره استولې ده، او د هغه د لاس لېک وروسته به د اوقاف محکمې لخوا مدرسې ته ولېږل شي.

موجوده حکومت په تېر یو کال کې حقاني مدرسې ته څه نا څه ۵۷ کروړه روپۍ ورکړې

د عبدال ولي خان پوهنتون استاد او څېړنکار ډاکټر سهېل وایي په صوبه کې داسې ډېرې تعلیمي ادارې دي چې بنیادي سهولتونه هم نه لري او باید حکومت د دغو سکولونو په بنیادي سهولتونو هم داسې پېسې ولګوي دی وایي (( د خېبر پښتونخوا حکومت دا جواز ورکوي چې دوی مدرسې په قامي دایره کې راوستل غواړي نو باید بیا خو په نصاب کار وشي، او دغه یو شان شي، ولې په مدرسې کې د سرکاري تعلیمې ادارو نصاب نه ښوول کیږي نو بیا څنګه حکومت دوی ته دومره زیاتې پېسې ورکوي. موجوده حکومت په تېر یو کال کې حقاني مدرسې ته څه نا څه ۵۷ کروړه روپۍ ورکړې،او زیاتره سرکاري سکولونو کې بنیادي سهولتونه هم نشته،په لکونو ماشومان د سکولونو نه بهر دي))

د خېبر پښتونخوا حکومت وایې دغه اضافي پېسې د حقاني مدرسې د انتظامیې په خواست ورکول کیږي، دې نه وړاندې هم حکومت تېر کال دغه مدرسې ته ۳۰ کروړه روپۍ ورکړې وې.

XS
SM
MD
LG