د لاسرسي ځای

تازه خبر

رچرډ ولسن: پاکستان باید د افغانستان په اړه همکاري وکړي


رچرډ ولسن
رچرډ ولسن

د پاکستان لپاره د امريکا پخواني سفير رچرډ ولسن ويلي دي چې دا په پاکستان منحصره ده چې ايا امريکا سره ملګريتوب غواړي او که نه طالبانو يا حقاني شبکې سره اړيکي بحالي ساتي.

نوموړي د مشال راډيو له خبریال داود خټک سره په ځانګړي مرکه کې وويل چې پاکستان او امريکا په ولسي کچه ښه روابط لري خو پر حکومتي کچه د پاليسيو په اړه اختلافات موجود دي.

د رچرډ ولسن په خبره دا د پاکستان په ګټه ده چې اورپکو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي او د ترهګرۍ په ګډون نورو مسلو حل کولو لپاره په شريکه کار وکړي.

پوښتنه: امريکا له طالبانو او حقاني شبکې سره په مبينه توګه د مرستو په ترڅ کې د پاکستان په اړه سخته پاليسي خپله کړې ده، نو ايا دا به ګټه وره وي او که څنګه؟

رچرډ ولسن: ګورئ دا مسله له ډيرې اوږدې مودې راهيسې راونه ده. شاوخوا ۱۶ یا ۱۷ کاله وشو چې امريکا په افغانستان کې موجوده ده . زه چې کله د پاکستان لپاره سفير وم نو زما د بحثونو مهمه نکته به هم دا وه. په دې کې څه حيراونکې خبره نشته. امريکا ته دا خبره معلومه ده چې د پاکستان اسټبلشمنټ له طالبانو او حقاني ډلې سره مرستې کوي او د يو ایتلاف په شکل کې د امريکا پر وړاندي ولاړ دي. نو دلته دا خبره ډيره مشکله ده چې امريکايي ټيکس ورکونکي او کانګریس په دې خبره پوه شي چې ولې له پاکستان سره مالي مرستې جاري وساتلي شي. پاکستان د هغو کسانو ملاتړ کوي چې زموږ پوځيان او ملګري وژني. د ټرمپ ادارې سخت دريځ خپل کړی او دا موقف له پخوانيو چارواکو جلا نه دی.

پوښتنه: تاسو ته امريکا کې د پاکستان په اړه څه نرمي په نظر راځي او که نه. که چېرې پاکستان د امريکا غوښتنې نه مني نو د پاکستان لپاره حالات به نور هم سخت شي او که څنګه؟

رچرډ ولسن: ګورئ په دې کې هيڅ شک نشته چې له پاکستان سره د اړيکو لوی تاريخ لرو. په ولسي کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ همدردي او پوهاوی موجود دی. زما په فکر پاکستان د يو قام په حيث او وګړي يې چې امريکا ته راغلي دي ډير کاميابه دي. نو ځکه په ولسي کچه ستونزې نشته خو د حکومتي پالېسيو په اړه مسلې موجودې دي. په موجوده حالاتو کې په واشنګټن کې د پاکستان د پالېسو دفاع کونکي هم ډير کم دي. په دې کې لومړۍ خبره دا راځي چې ولې پاکستان د امريکا پر ځاي له طالبانو او حقاني شبکې سره ملګرتيا شورو کړه.

پوښتنه: زما بله پوښتنه دا ده چې ايا له پاکستان سره دې سخته پالېسي خپله کړل شي او که د نرمې پاليسۍ له لارې دې مسلې هوارې کړل شي؟

رچرډ ولسن: که چېري په موجوده حالاتو کې ما پاليسي جوړولای نو ما به د دواوړ هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه رابطې ساتلې. خبرې اترې به مې هم کولې. امريکا له پکار ده چې پاکستان ته دا خبره واضحه کړي چې د سيمي او نورو ګټو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. بايد مثبتې لارې پرانستل شي او ډيرې خبرې ممکنې هم دي. مالي مرستې دې بحالې کړل شي. خو پاکستان له پکار ده چې د امريکا اندښني ختمې کړي.

پوښتنه: په افغانستان کې پاکستان د هند د رول په اړه اندښنې لري ايا امريکا د دې اندښنو لرې کولو لپاره څه کړي دي او که نه؟

رچرډ ولسن: ګورئ ما په افغانستان کې هم ډير وخت تير کړی دی او ډير سفرونه مې هم کړي دي. د پاکستان دا اندښنې بې ځاي دي چې په افغانستان کې هند څه رول لري. هند د افغانستان مرستندويه ملګری هېواد دی. هلته سفارتي نمائندګي هم لري. زما په فکر هند په افغانستان کې يو سفارتخانه او څلور کونسلګرۍ لري نه چې په مبينه توګه ۳۰. د افغانستان او هند ترمنځ اړيکې د پرمختګ لپاره دي او پاکستان له پکار ده چې اړيکو نه ګټه پورته کړي. پاکستان له پکار ده چې د افغانستان په اړه د همکارۍ تګلاره ولري او زياته همکاري وکړي نو دا به په طبعي توګه په افغانستان کې د هند پر ځاي د پاکستان رول زيات کړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG