د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات قامي جرګې د اتوار ورځې احتجاج وځنډاوی


د فرورۍ ۱۸مې د احتجاج یو عکس
د فرورۍ ۱۸مې د احتجاج یو عکس

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون نه یوازې د دې احتجاج ملاتړ کړی وو بلکې اعلان یې کړی وو چې په خپله به برخه پکې اخلي.

د سوات قامي جرګه وايي ، د اتوار په ورځ په مېنګوره کې رابللې احتجاجي غونډه یې ځکه ځنډولې ده چې حکومت او پوځي چارواکو ته وړاندې کړې غوښتنې یې منل شوې دي.

د دې جرګې مشر مختار خان یوسفزي بېګا له مشال راډیو سره په خبرو کې د دوی منلې شوې لویې غوښتنې داسې بیان کړې.

مختار خان یوسسفزي وویل ، “ د تلاشۍ پر پوستو د خلکو له ځورولو لاس اخیستل او پر دې پوستو د پولیسو ګمارل ، د لټون عملیات د کره مالوماتو پر اساس کول او د دې عملیاتو پر مهال د کورونو د تلاشیو لپاره د ښځینه افسرانو کارول او د ۱۸مې فرورۍ پر احتجاج کوونکو د درج کړو مقدمو اخیستل او یو شمېر نورې غوښتنې شاملې وې چې دوی راسره ومنلې”.

د سوات قامي جرګې یو بل مخکښ حاجي زاهد خان وویل ، پر امنیتي پوستو د خلکو ځورول کېدو بندلو په څېر د دوی ټولې غوښتنې پر ځای وې ځکه یې د اتوار ورځې احتجاج را بللی وو.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو له پخواني مشر ملک نوید خان څخه مې وپوښتل چې د نورو سیمو غوندې د امنیت چارو ولې پولیس نه اخلي نو هغه وویل ، د سوات حالات له نورو سیمو بېل دي.

ملک نوید خان وویل ، “د خیبر پښتونخوا پولیس په ځانګړې توګه تر پخوا ډېر تکړه او په وسایلو سمبال دي خو بیا هم یو پلو د سوات حالات بېل دي او بل له پوځ او استخباراتي ادارو سره د ټول ملک مالومات وي نو هغوی ځکه هلته د ترهګرۍ د لویو پېښو مخنیوی ښه کولای شي”.

د سوات قامې جرګې مخکښ مختار خان یوسفزي وویل ، دوی په تمه دي چې ورسره شوې ژمنې به پوره شي او که پوره نه شوې نو بیا مجبور دي چې بیرته په احتجاج لاس پورې کړي.

دا له هغه وروسته ده چې په سوات کې د روانې میاشتېپر اتلسمه نېټه هم ولس د امنیتي پوستو یو شمېر نورو مسلو پرضد احتجاج کړی وو او اعلان یې کړی وو چې د فرورۍ پر ۲۵ به په مېنګوره کې لویه احتجاجي غونډه کوي کومه چې اوس ځنډول شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون نه یوازې د دې احتجاج ملاتړ کړی وو بلکې اعلان یې کړی وو چې په خپله به برخه پکې اخلي.

XS
SM
MD
LG