د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۱۹۵۷م کال کې د پېښور په برتاکال کې د خداي خدمتګار ارباب عبدالرحمان خان په کور کې زږېدلي ارباب مجیب الرحمان د فرورۍ پر ۲۳مه نېټه د ۶۱ کالو په عمر کې له دې نړۍ سترګې پتې کړې.

ارباب مجیب الرحمان د ژوند تر درو لسیزو زیات وخت د پښتنو د حقونو او سوکالۍ لپاره په سیاسي او ادبي مبارزه تېر کړل.

ارباب مجیب الرحمان د خپلې سیاسي مبارزې زیاته برخه په پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نشنل ګوند کې تېره کړه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي مرستیال مشر مختار خان یوسفزی وايي ، د ارباب مجیب الرحمان کورنۍ هغه کورنۍ وه چې په پېښور کې یې په لومړي ځل د باچا خان د خدایي خدمتګار تحریک ملاتړ کړی وو.

هغه وویل ، “ د یو ښه پښتانه چې کومې ځانګړنې وي هغه په ارباب مجیب الرحمان کې موجودې وې. پر وطن او قام ډېر مین وو. ما او هغه پر یوه ځای جېلونه هم سره تېر کړي دي. زه دا وایم چې پښتونخوا وطن له یو ډېر مین پښتانه او مبارز انسانه بې برخې شو”.

ارباب مجیب الرحمان په دې ورستیو کې د عوامي نشنل ګوند ملګری شوی وو او د دې ګوند له لارې یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړی وو.

د یاد ګوند مخکښ افراسیاب خټک وايي ، پښتانه ځوانان به د ارباب مجیب پر لاره ځي او د خپل قام د حقونو او پرمختګ لپاره به کار کوي.

هغه زیاته کړه ، “ ارباب مجیب الرحمان زموږ د ګوند او د پښتنو د قامي غورځنګ یو ډېر پوخ ، باشعوره او تجربه لرونکی مشر وو”.

د افراسیاب خټک په وینا ، د هغه مړینې یوه ډېره لویه تشه رامنځ ته کړې ده د هغې ډکول ګران دي خو پښتانه ځوانان به د ارباب مجیب پر لاره ځي چې د خپل قام او وطن د سوکالۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلي چارو وزیر غفور لیوال مشال راډیو ته وویل ، چې له کله یې ارباب مجیب پېژندلی ، هغه د پښتون افغان وطن د امن او ابادۍ لویې هیلې درلودې.

غفور لیوال وویل ، “ما ارباب مجیب په پښور ، کوټه ، کابل او نورو افغان ښارونو کې لیدلی وو. چې څومره لیدته کاته مې ورسره شوي نو دا خاطرې ورڅخه لرم چې تل یې د ټول افغان ولس لپاره د یو خپلواک ، پر خپلو پښو ولاړ سوکاله راتلونکی ارمان وو”.

ارباب مجیب الرحمان د سیاسي مبارزې تر څنګ د پښتو ادب لپاره هم کار کړی چې د پښتونخوا مجلې خپرول هم د ده په زیار تر ډېرې مودې دوام کړی وو.

XS
SM
MD
LG