د لاسرسي ځای

تازه خبر

هالنډی پارلېمان: د ارمنیانو نسل کشي شوې


ترکیې د هالینډي پارلېمان له لوري په ۱۹۱۵ز کال کې د ارمنیانو عامه وژنه د ((نسل وژنې)) په نوم د پېژندو غندنه کړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت بېګا په یوه بیان کې وویل، د دې اقدام ((سخته غندنه کوي)) او قانوني حیثیت نه لري، خو د ارمنیا د بهرنیو چارو وزارت یې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هالینډي پارلېمان له خوا ((بشري ارزښتونو ته ژمنتیا)) تاییدوي.

دواړو هېوادونو دا بیانونه تر هغې وروسته ورکړي چې د هالینډ ولسي جرګې یا قامي اسمبلۍ د زیارت/پنجشنبې ورځ په لوی اکثریت یو قرارداد منظور کړ چې پکې یې په عثمانیه خلافت کې د ارمنیانو عامه وژنه د نسل وژنې په نوم وپېژنده.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال، د عثماني ترکانو له لوري، د شاوخوا ۱۵ لاکه ارمنیانو عامه وژنه او له هېواده ایستل د ارمنیا او ترکیې لپاره حساسه موضوع ده. ارمنیا وايي، دا په جدید تاریخ کې د نسل وژنې لومړی مثال دی خو ترکیه وايي، هغه مهال ډېر کم ارمنیان وژل شوي ول او هغه پېښې د عثماني حکومت د پلان شویو هڅو له کبله نه بلکې د ملکي ناکرارۍ له کبله شوې وې. د فرانسې او جرمني په ګډون لږ تر لږه ۲۳ هېوادونه هغه پېښې د ((نسل وژنې)) په توګه پېژني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG