د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني: د کډوالو د وژلو په هڅه تورن تن ونیول شو


د جرمني پولیس وايي د روس او جرمني غبرګ شهریت لرونکییو ۷۰ کلن زوړ تن يې په دې تور نیولي چې د "سیاسي انګېزې"له مخې یې په چاړه د درو پناه غوښتونکيو د وژلو هڅه کړې.

د هایلبرون په نوم ښار کې د یوې کلیسا بهر دغه برید د فبرورۍ پر اوولسمه شوی چې پکې یو ۱۷ کلن افغان تن زښت زخمي شوی. پولیسو د فبرورۍ پر ۲۲مه وویل چې په برید کې یو ۲۵ کلن عراقی او ۱۹ کلن شامی وګړی هم ژوبل شوي ول.

د پېښې مشکوک تن د برید په وخت د نشې په حال کې ښکارېدو چې په لاره موجودو کسانو تر هغه وخته نیولی وو تر څو چې پولیس دغه ځای ته نه وو رسېدلی.

پر هغه د حملې تورونه ول چې وروسته خوشې شو خو د فېبرورۍ پر ۲۱مه څارنوالانو هغه د سیاسي انګېزو په بنیاد د وژنې په کوشش تورن کړ او پر خلاف یې د ګرفتارۍ رسمي وارنټ جاري کړ.

پولیسو ویلي چې دغه تن د مهاجرینو د پناه په اړه د جرمني د پالیسۍ مخالف دی چې په دا نېږدو کلونو کې ورته تر یو ملیون زیات کډوال ورغلي دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG