د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات: د ټاپي پروژې پرانیستنه کېږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کار پرانیستو په مراسمو کې د ترکمنستان او افغانستان، له ولسمشرانو سربېره به د پاکستان وزیر اعظم او د هند بهرنیو چارو وزیر هم ګډون وکړي.

د دغه وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر فرامرز تمنا د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، ټاپي پروژه چې د جمعه ورځ پرانیستل کېږي ورته بشپړ چمتووالی نیول شوی.

په هرات کې د پرانیستې مراسمو لپاره پراخې تیارۍ نیول شوي دي. او د امنیت لپاره دوه زره اضافي سرتېري ګمارل شوي دي.

دټاپي نل -لیکې خیالپه ۱۹۹۰ ز کال کې راغلی چې له ترکمانستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته به ګېس لېږدول کېږي.

د اتو میلیاردو ډالرو په ارزښت د دغه لویې پروژې او نل-لیکې یوه لویه برخه به له هلمنده تېرېږي چې په ځینو برخو کې یې لاهم امنیت ډاډمن نه دی.

دا نل-لیکه تر فراه وروسته د هلمند له واشېر او نهر سراج ولسوالیو څخه چې له هره اړخه یرغل ته سازې دي، تېرېږي او بیا د کندهار د سپین بولدک له لارې پاکستان ته ننوځي چې د امنیت لپاره یې افغان حکومت د ۷۰۰۰ کسیزه نوي ځواک ګمارلو خبره کوي.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپی وايي دوی به له هغه امنیتي ټولګیو سره په ګډه د ټاپي نل- لیکې امنیت ساتي چې نوي روزل کېږي.

د هلمند قومي مشران وايې د پروژي په اړه تر عامه پوهاوي وروسته مهمه دا ده چې د هغې د ښه امنیت لپاره د هغه سیمو خلکو ته د کار او ګېس اولیت ورکول شي چې نل -لیکه ځینې تېرېږي.

یوه قومي مشر عبدال احد معصومي ازادۍ راډیوته وویل له کومو سیمو چې نل- لیکه تېرېږي باید ډېر ځوانان په کار بوخت کړل شي.

د ګېس د دغه نل- لیکي ټول واټڼ۱۸۱۴ کیلومیتره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کیلومیټره یې د افغانستان په خاوره د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایت له ځینو سیمو تېرېږي. پهه دغه نل-لیکه کې به ۳۳ میټره مکعب ګېس لېږدېږي او اوسنی قرارداد به يې۳۰ کاله دوام وکړي. دکانونو او پترولیم دوزارت دمالوماتو له مخي یاده پروژه به په ۲۰۱۹ میلادي کال کي بشپړه شي او د هلمند خلکو ته به په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ګېس ورسول شي.

دکانونو او پیترولیم دوزارت د مالوماتو له مخي دا یو اقتصادي دهلېز دی او د ګېس د نل-لیکې ترڅنګ به د برېښنا لیکه، د رېل پټلۍ او یو نوی سړک هم جوړېږي. د دغه اقتصادي دهلیز له لارې به افغانستان ته هرکال د ټرانزټ په برخه کې ۴۰۰ ملیونه ډالره ورکول کېږي. ویل کېږي په دې پروژه کې به له۱۲ تر ۱۵ زرو کسانو ته په افغانستان کې کارونه ملاو شي. کتونکي وايي که چېرې یاده پروژه سمه پلې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شينو نه یوازې د ښکېلو هېوادونو پر اړیکو ښه اغېز کوي بلکې په هېواد کې دننه پر امنیت او اقتصاد مثبت اغېز کولی شي.

د الیاس داعي راپور

XS
SM
MD
LG