د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصف: د پاکستان مشکوک لېسټ ته اچول تر درېو میاشتو وځڼدول شو


پاکستاني چارواکي وايي، د امریکا هغه ګام تر درېو میاشتو ځنډول شوی دی چې موخه یې پاکستان د هغو هېوادونو څارلېسټ ته اچول دی چې پر ترهګرو د مالي سرچینو بندولو لپاره کافي ګامونه نه اخلي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف بېګا ناوخته [۲۰فبروري] پر خپل ټویټر په خپاره کړي یوه بیان کې ویلي فایناشل ایکشن ټاسک فورس پرېکړه کړې چې د امریکا پر دې ګام به په زغرده لاس نه پورې کوي چې پاکستان "مشکوک لېسټ" ته اچول غواړي.

پاکستان مشکوک لېسټ ته اچول څه مانا لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خواجه اصف د پاکستان دوست هېوادونو ته په اشاره ویلي، د دوستانو مننه کوي چې مرسته یې ورسره وکړه. که څه هم په دې اړه زیات تفصیلات لا نه شته خو رسمي سرچینې وايي چې په دې سازمان کې موجود چین، روس او ترکي د امریکا د غوښتنې مخالفت کړی دی. خو بریتانیا، فرانس او جرمني د امریکا د دې غوښتنې ملاتړ کړی دی.

پاکستانیو چارواکیو ویره ښودلې چې که په دې لېسټ کې واچول شي نو دا به یې اقتصاد ته زښته ډېر زیان ورسوي. او له دې تاوانه د مخ اړولو په موخه یې تېره اونۍ له حافظ سعید سره پر تړلو یوشمېر خیریه ادارو بندیز ولګاوه.

امریکا حافظ سعید په ۲۰۰۸م کال کې د هند په ممبۍ کې د هغو بریدونو ترشا بولي په کوم کې چې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG