د لاسرسي ځای

تازه خبر

انټرپول د عاصمې په وژنه ککړ د مطلوبو په لېسټ کې اچولی


د خیبر پښتونخوا پولیس وايي د کواټ د طب زده کونکی عاصمې راني په وژنه کې ککړ مرکزي ملزم مجاهدالله اپرېدي نوم د پولیسو د تعاون نړیوالې ادارې انټرپول د خپلو مطلوبو کسانو په فهرست کې اچولی دی.

عاصمه راني د جنورۍ پر ۲۷ مه یو تن له رشتې نه پر انکار کولو ووژله او پر فېسبوک او ټویټر خپره شوې ویډیو کې هغې تر مرګ وړاندې وویل چې حمله پرې د مجاهد اپرېدي په نوم یو تن کړې وه.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د محکمې یو چارواکي ډي ایس پي وقار احمد مشال ریډيو ته وویل انټرپول د خیبر پښتونخوا د پولیسو په درخواست د مجاهدالله خلاف (ریډ وارنټ) جاري کړی دی.

''موږ ورته لیکلي ول د ریډ وارنټ جاري کولو لپاره هغوی پر خپله پاڼه لیکلي هم دي چې مجاهد الله د پاکستان عدلي انتظامیې ته مطلوب دی. موږ ورته دا خواست د پېښې فوري پس کړی وو. زموږ پولیس هلته تللی نه شي نو موږ له انټرپوله د مرستې غوښتنه وکړه چې د دغه تن په ګرفتارولو کې مو مرسته وکړي. دغه ټول معلومات ورکړل شوي دي نو اوس که دی چرته هم سفر کوي، بایو- مېټرک به یې کېږي او دی به ګرفتاره کېږي.''

د وقار احمد په خبره که مجاهدالله اوس سفر کوي نو ګرفتاره دی او که نه کوي نو بیا هم یو قسمه یې ځان په خپله بند کړی دی. خو نوموړي هیله وښوده چې دې ګام سره به د دوی مرسته ضرور وشي.

د پاکستان د قانون پخوانی وفاقي وزیر افتخار ګیلاني هم د انټرپول لخوا د ګرفتارۍ وارنټ جاري کیدل یو موثره ګام بولي او وايي چې په دې کېس کې به ګټه ور ثابت شي.

''د انټرپوا ټول غړي هیوادونو باندې اوس فرض شوه که چری دغه تن پیدا شو نو قید دې کړي او اطلاع دې ورکړي. بیا د هیوادونو مابین د دې لپاره خپل انتظام وي. نو د انټرپول وارنټ تر ډېره حده موثره دې، نو زما په فکر دغه هڅه به کامیابه ثابته شي.''

د جنورۍ پر ۲۷ د اېبټ اباد مېډیکل کالج زده کونکې عاصمه راني پر وژنه په فېس بک او ټویټر خلکو سخت غبرګون څرګند کړ او له حکومته یې په دغه وژنه کې د ککړو کسانو د زر تر زره نیولو غوښتنه وکړه.

وروسته سپریم کورټ د معاملې د خپلې اندې نوټس واخیست او د پښتونخوا پولیسو مشر ته یې امر وکړ چې د عاصمه راني په وژنه کې ککړ تن دی، زر تر زره ونیول شي.

بلخوا په خېبر پښتونخوا کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکي ادارې وایي د روان کال په جنورۍ میاشت کې د ښځو پر وړاندې د تشدد ۱۸ پېښې مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG