د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني نرښځیان د حج خادمانو د دندې لپاره روزل کېږي


پراګ - د پاکستان بوای سکاوټس اسوسي اېشن مشر عاطف حسین امیني د اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل، سږکال به د حاجیانو خدمات لپاره د سکاوټ په دسته کې له هرې صوبې څخه دوه یا درې نرښځي هم شاملوي.

دی وايي، ((د سکاوټ نعره ده چې یو ځل سکاوټ شوې، نو بیا به هر وخت یې. نو [دا خواجه سرا] اوس زموږ برخه دي او ورڅخه مو د سکاوټ سوګند هم اخیستی. اوس به د دوی روزنه کوو. حج ته تګ د دوی لپاره لویه ستونزه وه خو اوس چې دوی له موږ سره دي نو د حاجیانو د خادمانو په ډله یې هم ورګډوو.))

د نرښځیو د حقونو لپاره د کارکوونکې ناحکومتي ادارې بلو وېنز (Blue Veins) مشر قمر نسیم د دې اقدام هرکلی کړی خو وايي،

((لویه ستونزه دا ده چې چونکې په پاکستان کې پر شناختي کارډ او پاسپورټ د خواجه سراوو [جنس درج] وي نو دوی د عمرې او حج لپاره سعودي ته نشي تللای. نو اوس به یوازې هغه کسان د خادمانو په توګه ځي چې پر شناختي کارډ یې [جنس نر] لیکل شوی وو.))

خو د نرښځیو د یوې اتحادیې مشره فرزانه بي بي وايي، په سکاوټ کې د دوی د ټولنې د کسانو پر شاملېدو خوشاله ده خو سعودي عرب ته پر تګ د بندیز پر ضد به نه یوازې په پاکستان کې عدالت ته ځي بلکې سعودي سفیر ته به هم غوښتنلیک استوي.

د پاکستان د سکاوټ ټولنې مشر عاطف حسین امیني زیاتوي، اوس مهال یې ۴۲ نرښځي ټولنې ته ورداخل کړي دي او په راتلونکې کې به ۲۰۰ نور هم شاملوي او ورته به په بیړنیو حالاتو کې او د طبیعي ناورینونو پر وخت د خلکو د مرستې روزنه ورکوي.

XS
SM
MD
LG