د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران او هند د افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه


د ایران ولسمشر حسن روحاني او د هند وزیراعظم نریندرا مودي په نوي ډیلي کې د یادګاري ټاپو ( سټیمپونو) د خپرواوي پر مهال

پراګ ـ ایران او هند ویلي دوی د افغانستان په پرمختګ او سوله کې د دغه هېواد مرسته کوي.

د دواړو هېوادونو چارواکو د خالي په ورځ ویلي، دوی به له افغان حکومت سره د ترهګرۍ او توندروۍ په ختمولو، د نشيي موادو د سمګلنګ په ودرولو او د دغه هېواد د امنیت د پرځای کولو په هڅو کې مرسته کوي.

د نریندرا مودي ارشیف انځور
د نریندرا مودي ارشیف انځور

اېسوشيېټډ پرېس لیکي د هند وزیراعظم نرېندرا مودي ویلي، دواړه هېوادونه به د افغانستان سره د انرژۍ په برخه کې هم مرسته کوي، او د اورګاډو د لیکو او سړک له لارې به هم د افغانستان او نورو سیمه ییزو هیوادونو ترمنځ د روابطو په ټینګولو کې کومک کوي.

د هند وزیراعظم او ایراني ولسمشر په نوي ډېلې کې په یوه خبري کنفرنس کې دغه څرګندونې وکړې.

نرېندر مودي وویل هند او ایران دواړه به د افغانستان د سولې او امنیت لپاره په ګډه کار کوي، هغه وویل افغانستان یي یو ملګری هېواد دی او غواړي چې د دغه هېواد د امنیت لپاره د زړه نه کار وکړي.

افغانستان مو یو ملګری هېواد دی او غواړو چې د دغه هېواد د امنیت لپاره له زړه نه کار وکړو.
نریندرا مودي، دهند وزیراعظم

بلخوا ایراني ولسمشر حسن روحاني وویل هند او ایران دواړه تیار دي چې د ګېس او تیلو په برخو کې یو ځای کار وکړي او دا شان په صنعتي برخو کې هم له یو بل سره همکاري وکړي. په خپلو خبرو کې ولسمشر روحاني وویل افغانستان باید نور یو پرامنه هېواد جوړ شي.

روحاني هم دا شان په خپلو خبرو کې د شام او یمن د شخړو ذکر وکړ، او ویې ویل باید د دغو هېوادونو د شخړو په ختمولو هم کار وشي.

د حسن روحاني ارشیف انځور
د حسن روحاني ارشیف انځور

د ایران ولسمشر حسن روحاني هند ته له هغې وروستو سفر کړی چې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه هېواد سره د اېټمي تړون د ماتولو خبرداری ورکړی وو، د دغه تړون له مخې په ایران په نړیوالو بندیزونو کې نرمي راوستل شوې ده.

افغانستان باید نور یو پرامنه هېواد جوړ شي.
حسن روحاني، د ایران ولسمشر

بلخوا د ایران او هند مشرانو له یو بل سره ګڼې معاهدې هم لاس لیک کړې چې پکې ساینسي،او ټېکنالوجي برخو کې همکاري شامله ده.

هند له وړاندې نه د ایران سره د چابهار بندر په جوړولو کې مرسته کوي، د دغه بندر له لارې افغانستان د منځنۍ اېشیایې هېوادونو سره تجارت کولی شي، هند د چابهار بندر او د دغې سره تړلې پټرۍ او سړکونوپه جوړولو کې پنځو سوو ملیونو ډالرو د مرستو ژمنه کړې ده.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG