د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرل باجوه: پاکستان کې د افغان طالبانو مرکزونه نشته


جنرل باجوه
جنرل باجوه

د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د فرورۍ په ۱۷ مه په جرمني کې د ميونخ نړيوال امنيتي کنفرنس کې د خبرو پر مهال د ترهګرو پر ضد د خپلو عملياتو ذکر وکړ او وي ويل چې بايد د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې يې قربانۍ هېرې نه شي.‌

نوموړي زياته کړه چې په پاکستان کې داعش وسله واله ډله نشته خو په افغانستان کې یې د موجوديت له وجې اندېښنه لري.‌

هغه وويل چې له دوی څخه د افغان طالبانو پر ضد په چټکۍ سره د کاروايي تمه سم کار نه دی ځکه چې هغوی په پاکستان کې ښکاره مرکزونه نه لري. ((نن زه په افتخار او اطمينان سره ويلی شم چې زموږ پر خاوره د وسله والو خوندي ځايونه نشته. خو ترهګر په انفرادي ډول شته دی. دوی په پاکستان کې د افغانانو په ۵۴ کډوالو کمپ، غرونو او ځينو سرحدي ښارونو کې پټېږي.))

امريکا پر پاکستان د وسله والو د ملاتړ تور پورې کوي نو ځکه يې پرې مالي پوځي مرستې ځنډولې دي

افغان چارواکي په اېبټ اباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن او بلو چستان کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور موجوديت او وژنه د دليل په توګه راوړي او وايي پاکستان افغان طالبانو ته خوندي ځايونه برابروي.

د افغانستان اجرايه رييس، ډاکټر عبدالله عبدالله يو وياند، جاوېد فېصل په دې اړه نن مشال راډيو ته وويل:((د کوټې شورا، پېښور شورا او مېرامشا شورا د دې ثبوت دی چې دا وسله وال په پاکستان کې خوندي ځایونه لري او هلته روزنه تر لاسه کوي. پاکستان بې له شکه پر طالبانو خپل ډېر واک لري. خو تېرو تجربو ته په کتنې سره به یې د افغانستان امن لپاره خبرو ته حاضر نه کړي.))

لنډه موده وړاندې د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وياند، ډاکټر محمد فېصل مشال راډيو ته ويلي وو چې پر افغان طالبانو لږ اثر رسوخ لري او کولی شي د افغانستان سولې لپاره يې وکاروي.

جاوېد فېصل
جاوېد فېصل

واشنګټن مېشته څېړونکی او په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه د (له سړې جګړې تر سرو زرو د جنګه پورې) په نامه کتاب ليکوال، عاصم يوسفزی وايي تر څو پورې چې امريکايان د افغان طالبانو پر ضد د پاکستان عملي ګام ونه وينئ، په خبرو يې باور نه کوي.

د دې کال په لومړۍ ورځ د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان په اړه وويل چې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې له واشنګټنه د ترهګرو د ځپلو په نامه پېسې اخلي. هغه په خپله ټويټر پاڼه وليکل چې د بيليونونو ډالرو دې مرستې په بدل کې پاکستان يوازې دوکه ورکړې او درواغ یې ويلي چې تر دې وروسته به داسې نه کېږي.

XS
SM
MD
LG