د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي په اوسمهال کې د طالبانو سره ځکه خبرې نه شي کېدلی چې دغو وسله والو ډلو د خپلو خلکو وژنو ته دوام ورکړی. نوموړي د جنورۍ په نهه ويشتمه په واشنګټن کې د امريکې د ملي امنيت شورا په غونډه کې وويل د طالبانو پر ضد هغه جګړه چې ډېرو سرته ونه رسوله، دی به يې رسوي.

ولسمشر ټرمپ زياته کړه: ((زه نه وينم چې مذکرات دې وشي. فکر نه کوم چې موږ خبرو ته تيار يو. هلته بيخي مختلف جنګ روان دی. طالبان بې ګناه خلک وژني. بمونه چوي او ښځې او ماشومان وژني. په ټول افغانستان کې د خلکو کورنۍ وژني. دا ډېره بده ده. نو موږ د طالبانو سره مذاکرات نه کوو. کېدای شي د خبرو وخت راشي خو ښايي دا ډېر وخت وروسته وي. موږ په ټول قوت سره په افغانستان کې يو. نو طالبانو سره خبرې نشته. موږ هغوی سره خبرې کول نه غواړو. موږ به هغه څه ختمووو چې بايد ختم يې کړو.))

طالبانو د جنورۍ په اوه ويشتمه کابل کې د امبولانس په ذريعه کړي هغه ځانمرګي بريد ذمه واري ومنله چې د افغانستان د کورنيوو چارو وزارت په وېنا پکې ۱۰۳ کسان ووژل شول او ۲۳۵ زخميان شول. د جنورۍ په شلمه يې په همدې ښار کې پر انټرکانټيننټل هوټل بريد مسوليت هم منلی وو. په دې حمله کې له دېرشو ډېرو خلک وژل شوي وو. د دواړو پېښو زياتره قربانيان ولسي وګړي وو.

د افغانستان ملي امنيت يا اين، ډي، ايس د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د انټرکانټيننل هوټل بريد د پلانولو پړه پر هغو طالبانو واچوله چې په خبره يې پاکستان کې مېشته دي. خو د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فېصل د جنورۍ په نهه ويشتمه د ولسمشر ټرمپ تر خبرو مخکې مشال راډيو ته وويل د کابل تورونه بې ځايه دي او بايد د افغانستان مسلې ته يو سياسي حل راوويستل شي.

((زموږ خواهش دا دی چې ژر تر ژره د افغانستان د شخړې هواري لپاره د افغانانو په مشرۍ او ملکيت د سولې بهير له لارې يو حل راووځي. موږ د دې ملاتړ کوو. ترهګري زموږ شريکه دښمنه ده او پاکستان به هره هغه مرسته وکړي چې ضرورت يې وي. موږ پر طالبانو محدود اثر رسوخ لرو او دا هغه دريځ دی چې موږ له ډېر وخت راهيسې په بيا بيا بيان کړی دی.))

د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تازه خبرو په اړه، رويټرز خبري اژانس په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي محمود سېقل له خولې ليکلي چې ځيني طالبان مذاکرات غواړي او ځينو د جګړې لار نېولي نو ځکه بايد پر نه پخلاکېدونکو طالبانو پر ضد پوځي کاروايي ضروري ده.

امريکا مېشتی د سياسي چارو څېړونکي، شيرجان احمدزي مشال راډيو ته وويل چې د ولسمشر د ټرمپ نوې خبرې په ځای دي خو د عملي کولو لپاره يې بايد په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ناټو پوځيان او افغان ځواکونه پر طالبانو نظامي فشار زيات کړي.

هغه زياته کړه: ((چې کله طالبان په پوځي توګه وځپل شي نو بېا به ورسره خبرې ډېرې ګټه ولري.))

امريکا تېره اونۍ د طالبانو ځيني مشران د ترهګرو په ګرځولو سره پر هغوی ځيني بندېزونه لګولي وو. خو د افغانستان د سولې عالي شورا ويلي وو چې دوی لا هم د سولې مذاکراتو پېلېدو ته هيله مند دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له وسله والو به د افغانانو د وينې د هر څاڅکي غچ اخلي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

پولیو یا ګوزڼ څنګه ناروغي ده؟
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:00:50 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG