د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: د کابل پروسې په ناسته کې به د سولې طرحه وړاندې کېږي


کابل به په راتلونکو څو ورځو کې د سولې په اړه د کابل پروسې د یوې سترې غونډې کوربه وي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن [شنبه] له افغانستانه د سرو لښکرو د وتلو د ۲۹ مې کلیزې لمانځغونډې ته په وینا کې وویل، د کابل پروسې په غونډه کې دا ځل د افغان حکومت له خوا د سولې د پروسې طرحه وړاندې کېږي.

نوموړي زياته کړه چې حکومت د ۴۰ کلونو د میراثي کړکېچونو د حل لپاره جدي هڅې کوي.

"موږ سیاسي حل لاره غواړو او د کابل په دوهم کنفرانس کې به د ملي وحدت حکومت د سولې په اړه خپله طرحه وړاندې کوي، خو ملت هم باید پوښتنه وکړی، هغه څوک چې سوله نه غواړي، له یو چا سره تړلي، د خپلو ګټو په خاطر سوله نه غواړي او یا دا چې شکایت لري، هر ډول ستونزه چې وي، دا ولس حاضر دی چې حل یې کړي."

د دغې طرحې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله من دی چې د دغې طرحې هر اړخیز ملاتړ به وشي.

د کابل پروسې دوهمه غونډه د روانې فبروري میاشتې په ۲۸ مه په کابل کې جوړېږي.

له ترهګرۍ سره مبارزه او د سولې د خبرو څرنګه پرمخ بيول د دغې غونډې اصلي موضوعات ښودل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، د دغې غونډې لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

دی وايي، د ۲۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان او د درېیو نړیوالو سازمانونو استازي دې غونډې ته بلل شوي چې زياترو یې بلنه منلې ده.

د کابل پروسې لومړی غونډه د روان لمریز کال د جوزا په میاشت کې په کابل کې جوړه شوې وه.

د افغان ولسمشر دفتر د ترهګرۍ پر وړاندې په سیمه ییزه کچه مبارزه، د تلپاتې سولې راتګ او د ترهګرۍ پر وړاندې یووالی د دغې غونډې لاسته راوړنې بللې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په برخه کې غونډه جوړېږي، بلکې په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغانستان د سولې په اړه په وار وار غونډې جوړې شوې، خو د کارپوهانو په اند کومه څرګنده پایله یې نه ده درلودلې.

د سیاسي چارو یو افغان کارپوه بشیر بېژن وايي، د حکومت مشرانو د سولې په اړه له جوړو شویو غونډو کومه ښکاره استفاده نه ده کړې.

"لږ تر لږه دوی تر اوسه داسې اقداماتو ته نه دي رسېدلي چې نړیوالو ته دا انګېزه او باور ورکړي چې افغان حکومت له رامنځته شویو فرصتونو د خلکو په ګټه استفاده کړې ده."

بېژن ټینګار کوي چې د سولې د راتګ او ثبات د ټينګښت په خاطر باید یوه داسې تعریف شوې ستراتيژي جوړه شي چې نړیوالو ته د منلو او قناعت وړ وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG