د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ به د فبرورۍ پر ۲۵ مه په کوټه کې جلسه کوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون وايی چې امکان دی د فبرورۍ پر ۲۵ مه نېټه په کوټه کې جلسه وکړي.

غورځنګ هغه وخت په پاکستان، افغانستان او بهر هېوادونو کې مېښتو پښتنو کې شهرت او ملاتړ ترلاسه کړ چې کله یې د خپلو غوښتنو په خاطر د جنورۍ پر ۲۶مه د خېبر پښتونخوا له ټانک ښار څخه تر اسلام اباده لاريون وکړ.

دوی د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې پرلت و وهلی او د روانې مياشتې پر ۱۰مه يې له حکومت سره تر ليکلي تړون وروسته تر يوې مياشتې پورې خپله احتجاجي ناسته وځنډوله.

دوی غوښتنه کوله چې په کراچۍ کې د پوليسو له لورې وژل شوي ځوان نقيب مسود په قتل کې تورن پوليس افسر راو انور دې و نيول شي، فاټا دې له ماينونو پاکه شي، لادرکه کسان دې عدالت ته حاضر کړل شي، په فاټا کې دې پر پوستو خلک نه ځورول کېږي او کرفيو دې نه لګېږي او د ماروا عدالت وژنو په اړه دې عدالتي کميشن جوړ کړل شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ هغه وخت په پښتنو کې ملاتړ او شهرت ترلاسه کړ چې کله یې د خپلو غوښتنو په خاطر د جنورۍ پر ۲۶مه د خېبر پښتونخوا له ټانک ښار څخه تر اسلام اباده لاريون وکړ او هلته يې تر لس ورځو پورې پرلت و وهلی.

کله چې حکومت دا ژمنې په ليکلې بڼه و منلې نو د پرلت ځنډولو پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون اعلان وکړ چې اوس به په خېبرپښتونخوا، کوټه او نورو پښتني سيمو کې له ولس سره د رابطو په خاطر جلسې پېلوي.

منظور پښتون نن (جمعې پر ورځ) د مشال راډیو ته د مرکې پر مهال وويل چې له ولس سره د رابطو د لومړي پړاو غونډه به په کوټه کې کوي.

نوموړي وويل چې ډېر امکان چې د فبرورۍ پر ۲۵مه په کوټه ښار کې جلسه وکړي.

منظور پښتون زياته کړه چې د دوی ولسي غونډې به سوله ييزې وي او په هم دې خاطر د ښه انتظاماتو کولو هڅه کوي.

منظور پښتون: د فبروي پر ۲۵مه په کوټه کې جلسه لرو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG