د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سپريم کورټ د حسېن حقاني د نيولو امر کړی


حسېن حقاني
حسېن حقاني

د پاکستان سپريم کورټ په امريکا کې د دې هېواد پخواني سفير حسېن حقاني د نيولو امر کړی دی. سپريم کورټ دا امر نن د نوموړي پر ضد په مېمو ګېټ مقدمه کې عدالت ته له نه حاضرېدو وروسته وکړ.

بلخوا د پاکستان د پلټنوفيډرالي ادارې ويلي چې د حسېن حقاني د نيولو لپاره به له نړيوالو پوليسو د مرستې غوښتنه کوي. حسېن حقاني دا وخت د امريکا په پلازمېنه واشګنټن ډي سي اوسېږي.

ايا له قانوني پلوه پاکستان کولای شي چې هغه ګرفتار کړي او اسلام اباد ته يې راولي؟ همدا پوښتنه زموږ همکار احمد شاه اعظمي په اسلام اباد کې د قانوني چارو له پوه قاضي انور څخه د مرکې په پېل کې کړې ده.

له قانون پوه قاضي انور سره د احمد شاه اعظمي مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ۲۰۱۱م کال د مې پر دوهمه نېټه د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د پاکستان د منتخب حکومت او پوځ اړيکې ترينګلې شوې. هغه وخت د منصور اعجاز په نوم یوه کس دعوه وکړه چې حقاني امریکايي چارواکو ته ویلي چې په پاکستان کې د پوځي کودتا وېره ده نو واشنګټن دې د دې د مخنیوي هڅې وکړي. دې معاملې ته د میموګېټ سکینډل یا رسوايۍ نوم ورکړل شو. نوموړي په هغه وخت کې دا تور ناسم بللی وو خو وروسته له خپلې دندې څخه استعفا ته اړ شو.

XS
SM
MD
LG