د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فلورېډا کې په ښوونځي کې ډزې شوې دي


پراګ - امریکايي چارواکي وايي، د فبرورۍ پر ۱۴مه د فلورېډا ایالت د پارکلینډ ښار په یوه ښوونځي کې ډزې شوې دي چې پکې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي.

پولیس وايي، د سکول یو پخوانی زده کوونکی نېکولس کروز چې د قوانینو د سرغړونې له وجې یې له ښوونځي ایستلی وو، یې نیولی دی.

د پولیسو یوه سیمه ییز مشر سکاټ اسراییل د شپې ناوخته خبري غونډې ته وویل، ۱۹ کلن کروز خپله ځان پولیسو ته سپارلی.

دی وايي، پر نوموړي شک دی چې ډزې یې کړې وې او داسې ښکاري چې دا اقدام یې په یوازې سر کړی.

د امریکا په سېنېټ کې د فلورېډا ایالت استازي اېن بي سي نیوز خپرونې ته ویلي، په پېښه کې یو شمېر کسان ژوبل دي. ځېنې امریکايي رسنۍ وايي، د ژوبلو شمېر ۲۰ دی.

د ملي امنیت له دفتر سره ډزې

د فبرورۍ پر ۱۴مه په میریلینډ ایالت کې د ملي امنیت د ادارې (اېن اېس اې) له مرکزي دفتر سره نېږدې په ډزو کې درې کسان ژوبل شوي دي.

رسنیو د فبرورۍ پر ۱۴مه وویل، تر پېښې وروسته یې یو مشکوک کس نیولی دی.

رپورټونه وايي، له ودانۍ سره نېږدې یوه لویه لار هم تړل شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG