د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا هوایي بریدونو په شام کې یو شمېر روسي سرتېري وژلي


راپورونه وايي، د امریکا هوایي بریدونو په شام کې یو شمېر روسي قراردادي سرتېري وژلي دي.

د امریکا دفاع وزارت وايي، د فبرورۍ د میاشتې په اوومه یې د شام په دیرالزور سیمه کې هغه مهال د سوریې د حکومت په ملاتړو وسله والو ګوزارونه وکړل چې تر ۵۰۰ زیاتو بریدګرو پر هغه پوځي مرکز چې د شام د حکومت مخالف یاغیان او د هغو امریکايي سلاکاران په کې وو، تنظیم شوی برید پیل کړ.

امریکايي چارواکو ویلي چې دغلته د دوی په برید کې شاوخوا ۱۰۰ سرتېري وژل شوي، خو د دوی د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

خو په تېرو ورځو کې د روسیې په انلاین ویبپاڼو او نورو ځایونو کې راپورونه خپاره شول چې د امریکا په دې هوايي برید کې ناڅرګند شمېر روسي قراردادي سرتېري وژل شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د دوی هېڅ سرتېری په سیمه کې نه و، او داسې یې ښودلې چې د سوریې حکومت پلوو جنګیاليو د روسیې له پوځ سره خپل دا اقدامات نه وو همغږي کړي.

امریکايي ځواکونو هم ویلي چې د برید پر مهال د روسيې له پوځ سره په تماس کې وو.

خو په مسکو کې د کړکېچ د څارنې یوې ډلې چې په سوریه او اوکراین کې د روسیې فعالیتونه څاري، د دوشنبې په ورځ یې درې روسان پېژندلي چې دا ډله وايي، په سوریه کې د امریکا په دې وروستي برید کې وژل شوي دي.

په کالینینګراد کې یوه قزاقي سازمان هم پر خپلو ټولنیزو شبکو ویلي چې یو غړی یې د سوریې په دې پېښه کې وژل شوی دی.

د نوایا ګزیتا په نوم یوې روسۍ ورځپاڼې ویلي، په سوریه کې د امریکا په دې هوايي برید کې ۱۳ روسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

بلومبرګ د دوه روسي سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي یاد شوي، ویلي چې تر دوو سوو زیات روسي قرادادي سرتېري په دې برید کې وژل شوي دي.

د نیویارک ټایمز د سوریې د پوځ د یوه افسر له خولې ویلي، د سلو په شااوخوا کې روسان دغلته وژل شوي دي.

یوه ليبرال روسي سیاستوال ګریګوري یاولینکسي چې راتلونکې میاشت کې د روسي د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید دی، هم په سوریه کې د روسانو وژل کېدو ته اشاره کړې او له ولسمشر پوتین څخه یې غوښتي چې په سوریه کې دې د روسي د پوځونو د عملیاتو او په دې هېواد کې د روسیې د اتباعو د مړینې د شمېر په اړه راپورونه په عامه توګه په ډاګه کړي.

کله چې ددې راپورونو په اړه په مسکو کې د کرملین له ویاند ډیمیټري پیسکوف وپوښتل شول، نوموړې خبریالانو ته وویل چې حکومت یوازې په سوریه کې د روسیې د پوځ د اقداماتو په اړه معلومات لري او د نورو روسانو په اړه چې ښايي سوریه کې وي، معلومات نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG