د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سویډن لارۍ په حمله کې ککړ کس خپل جرم منلی


پراګ - پر ۲۰۱۷ز کال په سویډن کې د لارۍ په برید کې ککړ کس خپل جرم منلی دی. د رحمت اکیلوف وکیل ویلي، دې ازبکستاني وګړي غوښتل چې د برید له لارې وېره خپره کړي او سویډن د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ډلې پر ضد له اېتلافه وتلو ته اړ کړي.

د سې شنبې یا نهې پر ورځ د سویډن څارنوالانو له عدالته غوښتنه وکړه چې ۳۹ کلن اکیلوف ته دې د عمر بند سزا ورکړي.

د ۲۰۱۷ز کال په اپرېل کې په پلازمېنه سټاکولم کې په حمله کې پینځه کسان وژل شوي ول چې پکې یوه ۱۱ کلنه نجلۍ وه.

د نوموړي وکیل یوهان اېرېکسن عدالت ته وویل چې اکیلوف لارۍ روانه کړه او خلک یې ووهل چې پکې پینځه کسان ووژل او ۱۰ ژوبل شول.

اېرېکسن زیاته کړه چې د دې برید موخه ((د وېرې خپرول ول چې سویډن د اسلامي دولت ډلې پر ضد له اېتلافه ووځي.))

سویډن په شمالي عراق کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف برخه دی او هلته ۷۰ سرتېري لري چې د عراقیو ځواکونو د روزنې دنده لري.

د اکیلوف په اړه بله اورېدنه د فبرورۍ پر ۲۰مه کېږي.

په سټاکولم کې د هغه برید ذمه واري هېچا نه وه منلې خو د ازادې اروپا راډیو ازبکۍ او تاجکۍ څانګو او یوه سویډني خبري اژانس په پلټنو کې موندلې وه چې اکیلوف تر حملې مخکې، د برید پر مهال او تر هغې وروسته په تاجکستان کې د اسلامي دولت ډلې له مشکوکو وسله والو سره مستقیمه رابطه لرله.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیمزاده مشال راډیو ته ویلي، سویډنیو چارواکو د اکیلوف په اړه ورسره رابطه نه ده کړې.

رحمت اکیلوف تعمیراتي کار کاوه او تاجک توکمه ازبکستانی وګړی وو. په ۲۰۱۶ز کال کې سویډن د ده د پناه درخواست رد کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG